د ملي امنیت صفر دوه قطعې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، ملي امنیت ځواکونو د ننګرهار په کامې ولسوالۍ کې د داعش ډلې د هدفمندو بریدونو طراح نیولی دی.
خبرپاڼه زیاتوي، په ترسره شوو عملیاتو کې د عبدالواحد په نوم د داعش ډلې د هدفي وژنو مسول له درېیو نورو ترهګرو سره نیول شوی دی.
د سرچینې په وینا، له دغو کسانو څخه یو میل تفنګچه، یو میل کلاشینکوف او یو چرهیي ټوپک تر لاسه شوي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، نیول شوو کسانو د امریکا د سفیر او څو نورو دولتي چارواکو د ترور پلان درلود، چې د ملي امنیت ځواکونو له لوري ونیول شول.
همدارنګه ویل شوي چې تر دې وړاندې د عبدالواحد د کورنۍ دوه تنه چې د داعش ډلې غړي وو، په هوایي برید کې وژل شوي دي.
د یادولو وړ ده چې داعش ډلې په دې وروستیو کې د دیني عالمانو، مخکښو څېرو او نورو چارواکو د ترور هڅې پیل کړې دي.