د دغه وزارت ویاند طارق ارین څرګندوي چې برید د سیاسي چارو د شنوونکي احمد سعیدي له کور سره نېږدې ترسره شوی او یو پولیس پکې ټپي شوی دی.
خو د سیاسي چارو شنونکی احمد سعیدي وایي، برید پر ده شوی چې یو سرتېری یې ټپي شوی دی او نوموړي ته زیان نه دی رسېدلی.
د یادولو وړ ده چې احمد سعیدي تر دې وړاندې هم په وسله وال برید کې ټپي شوی و.
پخوا به د دولت وسله والو مخالفانو پر لویو هدفونو ډله ییز بریدونه کول خو اوس یې تاکتیک بدل کړی او پېژندل شوې څېرې په هدفي بریدونو کې په نښه کوي.
په وروستیو ورځو کې لسګونه مدني فعالان او ژورنالیستان په هدفي بریدونو کې وژل شوي خو هیڅ ډله یې مسوولیت په غاړه نه اخلي.