ads

له احتیاطي کدونو څخه د پیسو بېځایه لګښت

ولسي جرګې د سه شنبې په ورځ د مالیې وزارت مسولین په ۱۳۹۸ او ۱۳۹۹ یمو کلونو کې له ۹۱ او ۹۲ کودونو څخه د بې شمېره پیسو د مصرف په اړه دې جرګې ته ورغوښتي وو.

محمدخان بریال
23 مرغومی 1399
له احتیاطي کدونو څخه د پیسو بېځایه لګښت
د ولسي جرګې د بودجې، محاسبو او بانکي چارو کمېسیون غړي وایي، که څه هم دغه کمېسیون مالیې وزارت ته له ۹۱ او ۹۲ کودونو څخه د پیسو لګولو په تړاو د اسنادو غوښتنه کړې، خو په وینا یې، مالیې وزارت تر اوسه دوی ته اسناد نه دي ورکړي.
د یاد کمېسیون رییس میر افغان ساپی وایي، په ۱۳۹۸ لمریز کال کې د ولسي جرګې له لوري ۹۱ کود ته یو میلیارد افغانۍ تصویب شوې، خو دغه کود ته پر یو میلیارد افغانیو سربېره ۸۳۰ میلیونه افغانۍ په غیرقانوني ډول لېږدول شوې دي.
په ورته وخت کې د دې جرګې بل غړی صدیق الله احمد عثماني وایي، د قانون اړوند له نورو کدونو څخه ۹۱ کود ته هر ډول تعدیلات جواز نه لري او د قانون خلاف عمل دی.
خو د مالیې وزارت مالي معین عبدالحبیب بیا دغه تورونه ردوي او وایي چې د ۹۱ کود اړوند ټول معلومات او جزیات په ۱۳۹۹ یم کال کې دغه کمېسیون ته سپارل شوي دي.
پر دې ټولو سربېره، د بودجې او مالي کمېسیون مرستیال بکتاش ایشچي وایي، حکومت په تېرو ۱۵ کلونو کې تل د احتیاطي کودونو د پیسو په مصرف کې بې غوري کړې او دغو سرغړونو او بې غوریو ته رسېدنه نه ده شوې.
د ویلو ده چې د ولسي جرګې د بودجې، مالي او محاسبو کمېسیون مالیې وزارت ته یوه اونۍ وخت ورکړی چې په ۱۳۹۸ او ۱۳۹۹ یمو کلونو کې له ۹۱ او ۹۲ کودونو څخه د ټولو مصرف شوو پیسو په تړاو دوی ته معلومات ورکړي او د نه ورکړې په صورت کې به د مالیې وزیر د استیضاح لامل شي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA