د یاد ولايت ديني عالمان وايي، د افغانستان اساسي قانون چې د اسلام په رڼا کې جوړ شوي او پکې په ښکاره ډول ليکل شوي چې د افغانستان د اساسي قانون د اسلام په رڼا کې ترتيب شوی، هيڅ پريکړه يې له اسلام څخه خلاف نه ده.
د ارزګان اوسېدونکي او ديني عالمان غوښتنه کوي چې د افغانستان اساسي قانون ته درناوی وشي او د قانون په رڼا کې ټول فعاليتونه ترسره شي.
په ورته مهال، په ارزګان کې ولايتي چارواکي وايي، د افغانستان اوسنۍ اساسي قانون د هېواد اونړۍ په کچه منل شوی قانون دی، چې د ټولنې د هر قشر حقوقو ته پاملرنه پکي شوې ده.
د ارزګان والي محمد عمر شيرزاد وايي، يو شمېر کړۍ هڅه کوي چې د افغانستان اساسي قانون له منځه يو سي.
والي له خلکو غوښتنه وکړه چې د هېواد اساسي قانون تطبیق کړي، څو خلک ارام ژوند وکړي.
د افغانستان اساسي قانون، چې له ۱۲ فصله او ۱۶۲ مادو څخه جوړ شوی، پکې د خلکو حقوق خوندي شوي دي، خو په هېواد کې د يو شمېر لوړپوړو چارواکو له خوا دغه قانون ترپښو لاندي شوی او په ښه ډول نه دی تطبیق شوی.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ