ads

په مزارشریف کې د ملي اردو دوې سرتېرې ووژل شوې

د مزارشریف امنیتي چارواکي هلته د ملي اردو د ښځینه سرتېرو پر موټر د ناپېژندو وسله والو د برید خبر ورکوي.

محمدخان بریال
23 مرغومی 1399
په مزارشریف کې د ملي اردو دوې سرتېرې ووژل شوې

د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند محمد حنیف رضایي کلید ته وویل، په دغه برید کې د ملي اردو دوې سرتېرې وژل شوې او د دوو مېرمنو په ګډون درې نورې ټپیانې شوې دي.
دی زیاتوي، دا پېښه د بلخ ولایت امنیه قومندانۍ ته نېږدې له پنځمې امنیتي حوزې سره شوې ده.
امنیتي چارواکي وایي، په ورته وخت کې د څارنوالو موټر هم سیمې ته رسېدلی او وسله والو پر هغوی هم برید کړی، خو چاته پکې مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
ویل کېږي چې وسله وال پر موټر سایکل سپاره وو او تر برید وروسته له سیمې تښتېدلي دي.
تر اوسه د برید پړه کومې ډلې نه ده منلې.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA