د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند محمد حنیف رضایي کلید ته وویل، په دغه برید کې د ملي اردو دوې سرتېرې وژل شوې او د دوو مېرمنو په ګډون درې نورې ټپیانې شوې دي.
دی زیاتوي، دا پېښه د بلخ ولایت امنیه قومندانۍ ته نېږدې له پنځمې امنیتي حوزې سره شوې ده.
امنیتي چارواکي وایي، په ورته وخت کې د څارنوالو موټر هم سیمې ته رسېدلی او وسله والو پر هغوی هم برید کړی، خو چاته پکې مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
ویل کېږي چې وسله وال پر موټر سایکل سپاره وو او تر برید وروسته له سیمې تښتېدلي دي.
تر اوسه د برید پړه کومې ډلې نه ده منلې.