د دغه وزارت د مرستیال ویاند فواد امان د سه شنبې په ورځ کلید ته وویل، تېره شپه وسله والو طالبانو هوډ درلود چې د فاریاب ولایت په المار ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو پر پوستو موټر بم برید ترسره کړي.
د ده په وینا، موټر بم برید هدف ته تر رسېدو وړاندې پېژندل شوی او د امنیتي سرتېرو له لوري له منځه وړل شوی دی.
د نوموړي په وینا، په دې پېښه کې امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
تر اوسه طالبانو په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.