د دغه ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند احمد خان سیرت وایي، نن سهار اته بجې د کابل بانک یو تن کارمند نصیر احمد عثماني کله چې له کور څخه دندې ته پر لاره و، د دویمې امنیتي حوزې اړوند د حاجي رفیع په ښارګوټي کې د ناپېژندو وسله والو له لوري په بېغږه تفنګچه وژل شوی دی.
سیرت زیاتوي، پولیس تر پېښې وروسته سیمې ته رسېدلي او په دې اړه یې څېړنې پیل کړې دي.
تر اوسه د برید مسولیت چا نه دی منلی.
د یادولو وړ ده چې تر دې وړاندې هم ګڼ کسان په وسله والو بریدونو کې وژل شوي دي.
هېوادوال پر اوسني امنیتي حالت سخت اندېښمن دي او په دې برخه کې د امنیتي ادارو د جدي هڅو غوښتنه کوي.