ads

د پاکستان پوځ: داعش د افغانستان له خاورې هلته بریدونه کوي

د پاکستان پوځ تور پورې کوي چې د داعش ترهګره ډله د افغانستان له خاورې او د هند په ملاتړ په پاکستان کې ترهګریز بریدونه ترسره کوي.

محمدخان بریال
23 مرغومی 1399
د پاکستان پوځ: داعش د افغانستان له خاورې هلته بریدونه کوي

د دغه هېواد د پوځ ویاند بابر افتخار تېره ورځ په راولپنډۍ کې خبرې غونډې ته دا څرګندونې کړې دي.
هغه زیاته کړې، داعش په افغانستان کې د پرمختګ په حال کې ده او په هغو سیمو کې فعالیت لري چې د افغان حکومت له واکه وتلې دي.
دا په داسې حال کې ده چې افغان چارواکي بیا برعکس فکر کوي او زیاتوي چې دا ډله په پاکستان کې فعاله ده او له همغه ځایه په افغانستان کې بریدونه تنظیموي.
تر دې وړاندې د پاکستان لومړي وزیر هم ورته څرګندونې کړې وې.
عمران خان ویلي وو چې هند د داعش ډلې په مرسته په پاکستان کې د شخړو رامنځته کولو په لټه کې دی.
د یادولو وړ ده چې په وروستیو ورځو کې د بلوچستان په مچ سیمه کې ۱۱ هزاره ګان ووژل شول او داعش یې د وژلو مسوولیت په غاړه واخیست.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA