دی زیاتوي، موټر چلوونکو د موټر په وسیله هغه تښتولی دی.
ولي زاده ټینګار کوي، دا پېښه تېره ورځ یوه بجه او ۳۰ دقیقې د هرات ښار د ښاروالۍ په لومړۍ ناحیه کې رامنځته شوې ده.
د نوموړي په خبره، پولیسو د تښتول شوي ماشوم د خوشي کولو لپاره هڅې پیل کړې دي.
دا په داسې حال کې ده چې د هرات ولایت ډېری اوسېدونکي په دې وروستیو کې هلته د تښتوونو پېښو پر ډېرېدو اندېښمن دي او امنیتي مسولین په دې برخه کې په ناغېړۍ تورنوي.