ads

د مذاکراتو د اجنډا او توحید په تړاو بحثونه دوام لري

د سولې په چارو کې د دولت وزارت د افغان حکومت او طالبانو د مرکچي پلاویو تر منځ د مذاکراتو پر اجنډا د بحثونو پیلېدو خبر ورکوي.

محمدخان بریال
23 مرغومی 1399
د مذاکراتو د اجنډا او توحید په تړاو بحثونه دوام لري

د دغه وزارت ویانده ناجیه انوري وایي، د دواړو لورو تر منځ پر اجنډا رسمي بحثونه پیل شوي او په خبره یې، د پیل شوو بحثونو اصلي محور د اجنډا پر ترتیب او توحید ورټول دی.
نوموړې زیاتوي، د افغان حکومت مرکچي پلاوی پوره هڅه کوي چې له وخت څخه په ګټې اخیستنې ګټور بحثونه ترسره کړي.
په ورته وخت کې طالبان هم پر اجنډا د بحثونو پیلېدل تاییدوي.
د دې ډلې د قطر دفتر ویاند ډاکتر محمد نعیم وردک د سه شنبې په ورځ کلید ته وویل، بحثونه جریان لري او دا یو له بل سره تړلي موضوعات دي، چې د څو ناستو په ترڅ کې به یې پایله معلومه شي.
دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومت د اجنډا په سر کې اوربند ته ځای ورکړی او طالبانو بیا د اوربند مسله د خبرو اجنډا وروستیو ته وړې ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA