ads

د ارزګان والي: ځینې کړۍ د اساسي قانون له منځه وړلو هڅه کوي

په ارزګان کې د اساسي قانون اوونۍ په مناسبت په جوړه شوې غونډه کې د دغه ولايت اوسېدونکي او ديني عالمان وايي، يو شمېر سياسي ډلي او طالبان د خپلو شخصې ګټو په موخه غواړي د افغانستان اساسي قانون له منځه يو سي.

کلید
23 مرغومی 1399
د ارزګان والي: ځینې کړۍ د اساسي قانون له منځه وړلو هڅه کوي
د یاد ولايت ديني عالمان وايي، د افغانستان اساسي قانون چې د اسلام په رڼا کې جوړ شوي او پکې په ښکاره ډول ليکل شوي چې د افغانستان د اساسي قانون د اسلام په رڼا کې ترتيب شوی، هيڅ پريکړه يې له اسلام څخه خلاف نه ده.
د ارزګان اوسېدونکي او ديني عالمان غوښتنه کوي چې د افغانستان اساسي قانون ته درناوی وشي او د قانون په رڼا کې ټول فعاليتونه ترسره شي.
په ورته مهال، په ارزګان کې ولايتي چارواکي وايي، د افغانستان اوسنۍ اساسي قانون د هېواد اونړۍ په کچه منل شوی قانون دی، چې د ټولنې د هر قشر حقوقو ته پاملرنه پکي شوې ده.
د ارزګان والي محمد عمر شيرزاد وايي، يو شمېر کړۍ هڅه کوي چې د افغانستان اساسي قانون له منځه يو سي.
والي له خلکو غوښتنه وکړه چې د هېواد اساسي قانون تطبیق کړي، څو خلک ارام ژوند وکړي.
د افغانستان اساسي قانون، چې له ۱۲ فصله او ۱۶۲ مادو څخه جوړ شوی، پکې د خلکو حقوق خوندي شوي دي، خو په هېواد کې د يو شمېر لوړپوړو چارواکو له خوا دغه قانون ترپښو لاندي شوی او په ښه ډول نه دی تطبیق شوی.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA