ads

خوست کې د وروستیو وژنو پر خلاف لاريون

دا ځوانان چې د عامه ساتنې تصدۍ د ویاند ضیاء ودان د مړينې پر غندنه راټول شوي وو او د هغه عکسونه او شعارونه يې له ځانونو سره راوړي وو، پر افغان حکومت او د حکومت پر وسله والو مخالفينو تور پورې کاوۀ، چې ګني ددوی د شخصي ګټو له کبله هره ورځ دفعالو ځوانانو او ژورناليستانو جنازې پورته کېږي.

بختاجان بختیار
23 مرغومی 1399
خوست کې د وروستیو وژنو پر خلاف لاريون

دوی په ورته مهال په نيمروز ولايت کې د هغې ملکي وژنې غندنه هم وکړه چې دوه ورځې وړاندې په هوايي بریدونو کې وژل شوي وو.
د اعتراضیه راټولیدنې یو تن ګډونوال فرید قربان وویل دوی په وار وار لاریونونه کړي او چوکونوته راوتلي، خو مرکزي حکومت یې غږ نه اوري:
«له بده بخته باید ووایم چې زموږ مرکزي حکومت ددې ولس او د ځوانانو غږ نه اوري، دلته هره ورځ زموږ د مبارزو او تکړه ځوانانو جنازې اخیستل کېږي خو حکومت یوازې غندنو ته ناست دی او بالاخره پرون حکومتي چورلکو په نیمروز کې د یوې کورنۍ ۱۸ کسه بې ګناه غړي هم ووژل، ترڅو به موږ د ولس او ځوانانو دا جنازې اخلو.»
په ورته مهال د خوست شیخ زاید پوهنتون استاد نورالله ښاد بیا پر ځوانانو غږ وکړ، چې ددې روان تاوتریخوالي پروړاندې راپورته شي او په یوه غږ د یوالي او جنګ د ودریدو غوښتنه وکړي:
«زموږ مبارزه هغه وخت رنګ راوړي او غږ به مو اوریدل کېږي چې له کندهاره تر اټکه د ټول ولس غږ یو شي او ددې وژنو پروړاندې کلک ودریږو، که نن د ضاء ودان په ملاتړ په کابل او نورو ځایونو کې ځوانان راټول وای، نو حتما به دا یو لوی غږ وو او د یووالي ښکارندویې به یې کوله.»
د راټوليدنې یو بل ګډونوال نورالله افغان له حکومت غوښتنه وکړه چې په کابل کې د حوزو امرين مجازات کړي او ترڅنګ يې د ضیاء ودان قاتلين ونيسي.
هغه هم حکومت تورنوي چې ګني د هر وژل شوي د قاتلینو د نیولو خبره کوي خو له برخليکه يې ولس نا خبره وي:
«موږ د ضیاء ودان په ویر راټول یو، له مرکزي حکومته مو غوښتنه داده چې لومړۍ دې د کابل د حوزو او ناحیو امرین مجازات کړي او بیا د ضیاء ودان قاتلین ونیسي او په علني ډول یې محاکمه کړي، څو ولس ته معلومه شي چې څوک ول او ولې ودان وواژه.»
د خوست والي مهمند کټوازي چې په وروستیو کې اعتراضیه غونډې ته راغی، ځوانانو ته ډاډ ورکړ، چې د خوستیو ځوانانو غږ به تر چارواکو او مسولینو رسوي او د ودان د مرګ د دقیقې څيړنې غوښتنه به کوي:
(( له بده بخته چې موږ هره ورځ د ودان په څیر ځوانان له لاسه ورکوو، خو دا جنګ پردی جنګ دی چې د پردیو د ګټو لپاره روان دی، زه ستاسو سره وعده کوم چې د ودان لپاره د حق غوښتنې او عدالت غږ به زه تر رئیس جمهور پورې رسوم.))
د خوست دا مدني فعالان او ځوانان داسې مهال د خوست ادارې کمپليکس مخې ته د اعتراض په ډول راټولېږي، چې پدې وروستیو کې په هیواد کې د ژورنالستانو او فعالانو وژنې زور اخيستی چې تر ډېره يې مسوليت هم څوک پر غاړه نه اخلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA