راشد خان، محمد نبي، نور احمد لکڼوال، مجیب الرحمن او قېس احمد هغه افغان لوبغاړي دي چې د یاد لیګ لوبډلو لخوا اخیستل شوي دي.
د پاکستان کرکټ شپږم پړاوو سیالیو لپاره لاهور قلندرز لوبډلې راشد خان، پېښور زلمي لوبډلې مجیب الرحمن ، کراچي کېنګز محمد نبي او نور احمد لکڼوال او کوټه ګلاډیېټرز لوبډلې قېس احمد پېرلي دي.
پېښور زلمي، ګلاډېټرز، اسلام آباد یونائټیډ، ملتان سلطان، کراچي کېنګز او لاهور قلندرز هغه لوبډلې دي چې په دغه لیګ کې لوبېږي.
دا سیالۍ په ۲۰۱۶م کال کې پیل شوې دي چې د شپږم پړاو سیالیو لومړۍ لوبه یې د روان کال د فیبرورۍ میاشتې په ۲۰مه نېټه د کراچي کینګز او کوېټه ګلاډیېټرز لوبډلو ترمنځ پیل شي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ