د ان بي سي نیوز د خبریال د راپور له مخې بریدګر د شنبې په ماخوستن لومړی یو پلورنځي ته ننوځي او هلته درې تنه په ډزو سره وژني او تر هغې وروسته پېسې اخلي چې د پولیسو له غبرګون سره مخ کېږي.
سرچېنه وایي چې غل پر پولیسو هم ډزې وکړې او د پولیسو په مقابل ډزو کې نوموړی ووژل شو.
د شیکاګو ښار پولیس وایي چې په پېښه کې درې تنه وژل شوي او څلور تنه نور ټپیان شوي دي چې ټپیان روغتون ته وړل شوي او تر درملنې لاندې دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

