د جان هاپکېنز پوهنتون د معلوماتو له مخې، په امریکا کې تر ۲۲ میلیونه ډېر کسان په کورونا اخته شوي او تر ۳۷۴ زره ډېر بیا د دغه ویروس له کبله مړه شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې په ټوله نړۍ کې په دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر تر ۹۰ میلیونه ډېر شوی او تر یو نیم میلیون ډېر کسان کورونا ناروغۍ مړه کړي دي.
په ایټالیا کې د دغه ویروس له کبله د مړو شمېر ۷۸ زره او ۷۵۵ تنو ته رسېدلی دی.
د دې تر څنګ په برازیل کې ۲۰۳زره ۱۰۰ په مکسیکو کې ۱۳۳زره او ۷۰۶، په هند کې ۱۵۰زره او ۹۹۹، په بریټانیا کې ۸۱ زره ، په ایران کې ۵۶۱ زره او ۱۰۰ او په پاکستان کې ۱۰ زره او ۶۷۶تنه تر دې دمه کورونا ویروس وژلي دي.
دا ناروغي د لومړي ځل لپاره په چین کې راڅرګنده شوه، چې تر اوسه یې د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې د زرګونه کسانو ژوند اخیستی دی.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

