د چارو شنوونکي بيا وايي، په اجنډا کې بايد اورکم او د اروبند ټينګښت مسايلو ته لومړيتوب ورکړل شي.
سولې په چارو کې د دولت وزارت د سټراټيژيکو اړيکو رییسه ناجيه انوري وايي، د شنبې پر ورځ د مذاکراتي ټيمونو لهخوا ټاکل شويو ګروپونو د اجڼدا پر توحيد او ترکيب خبرې کړې دي.
انوري کليد ته وويل، دواړو خواوو هوکړه کړې چې دا ناستې به دوام لري.
نوموړې وويل:
«پرون د مذاکراتي پلاوي لخوا ټاکل شويو ګروپونو سره ناسته درلوده او په دې ناسته کې یې د اجنډا پر توحيد او ترکيب خبرې کړې دي او دغهراز هوکړه یې کړې چې دا ناستې به دوام لري.»
د چارو شنوونکي بيا وايي، د مذاکراتو په اجنډا کې بايد د تاوتريخوالي کمښت او د اوربند ټينګښت مسايلو ته دې لومړيتوب ورکړل شي.
د سياسي چارو شنوونکي صدیق پتمن کليد ته وويل، د مذاکراتو په جريان کې چې پر هرې موضوع بحث کېږي ودېشي، خو له هر څه مخکې بايد اوربند وشي.
نوموړي زياته کړه، نړيواله فضا اوسمهاله د دې جوګه نهده چې د سولې پروسه دې ژر پايلې ته ورسېږي او د سولې له پروسې تر هغې تمه نهشي کېدلی چې د امريکا نوي منتخب ولسمشر خپل کار نهوي پيل کړی.
پتمن وويل:
«زه فکر کوم اوسمهال نړيواله فضا د دې جوګه نهده چې په قطر کې روانې خبرې دې ژر يوې پايلې ته ورسېږي، ځکه تازه په امريکا کې ټاکنې شوي او ياد هېواد د افغانستان اسټراټيژيک پارټنر دی، نو بنا تر هغې چې د امريکا نوي جمهور رییس خپل کار نهوي پيل کړی، د سولې له پروسې ډېره تمه نهشي کېدای.»
پخوانی طالب چارواکی سيد اکبر اغا بيا وايي، د حکومت او طالبانو مرکچي پلاوو ترمنځ د درېيمګړي شتون ته اړتيا ده او که چېرې درېيم اړخ موجود وی، پر اجنډا به ژر هوکړه شوې وی او ترڅنګ به یې د دواړو خواوو ترمنځ د اعتماد فضا د رامنځته کېدو لامل شوی وی.
دی زياتوي، ډاډه نهدی چې مذاکراتي پلاوي به ژر پر اجنډا هوکړې ته ورسېږي.
اکبراغا کليد ته وويل:
«د دواړو خواوو ترمنځ د درېيمګړي شتون اړتيا ده، که چېرته درېيمګړی وي، اول خو به دوی ژر پر اجنډا هوکړې ته ورسېږي، د دوی ترمنځ به تظمين موجود وي او دا درېيمګړی به د دوی ترمنځ د باور فضا د رامنځته کېدو لامل شي.»
په قطر د بينالافغاني مذاکراتو لومړی پړاو د خبرو پر تګلارې او اجنډا تر هوکړې وروسته د شلو ورځو لپاره وځنډول شو، دواړو خواوو د اجنډا پیشنهادي موارد هم يو بل ته سپارلي وو، اوربند د افغان حکومت مرکچي پلاوي په اجنډا کې لومړی او د طالبانو په اجنډا کې بيا د وروستي مورد په توګه مطرح شوی و.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ