دوی چې د باميان د يکاولنګ ولسوالۍ د قربانيانو يادغونډې د شلم تلين نمانځلو هدف کابل ته راغلي، وايي چې د تلپاتې سولې ټينګښت لپاره تيار دي چې طالبان وبښي.
له باميان څخه کابل راغلې پېغله مريم موسوي وايي، د سولې په پروسه کې د قربانيانو استازو ته ځای نهدی ورکړل شوی له مرکچي پلاوی چندان تمه نهلري چې له دوی څخه به استازيتوب وشي کړی.
دا زياتوي، عدالت نهبايد د سولې قرباني شي، د حکومت لهخوا طالبانو ته باج ورکول کېږي او ياده ډله د سولې لپاره لېوالتيا نهلري.
موسوي وويل:
«موږ د عدلت غوښتوونکي يوو، نبايد عدالت د سولې پروسې قرباني شي، موږ طالبان بښو، خو په دې صورت چې هېواد کې تلپاتې سوله تامين شي، موږ چې ګورو طالبان د سولې ټينګښت لپاره چندان لېوالتيا نهلري، خو حکومت دې ډلې ته باج ورکوي.»
د باميان د يکاولنګ ولسوالۍ څخه راغلی سپين ږيری سيد انور وايي، دوی له جنګ او جګړو ستړي او د سولې غوښتوونکي دي.
دی ټينګار کوي، د عدالت او برابرۍ غوښتوونکي دي.
انور وويل:
«زه د باميان د يکاولنګ ولسوالۍ څخه د دې لپاره راغلی يم چې د خپلو قربانيانو شلم تلين ونمانځم، زما غوښتنه دا ده چې جګړه او انسان وژنه دې پای ته ورسېږي، څو ټول په يو امن فضا کې ژوند وکړي.»
د ولسمشر محمد اشرف غني سلاکار ابوالحسين ياسر د نوموړي له قوله وويل، افغانستان د تاريخ په يو اساسي او نازک پړاو کې دی، ديني رسالت او ملي وجيبه یې دا ده چې له ټولو فرصتونو او ظرفيتونو څخه د جګړې پای ته رسېدو لپاره ګټه پورته کړي.
یاسر د ولسمشر له قوله وويل:
«موږ د تاريخ په يو حساس او نازک پړاو کې يوو، دا زموږ ملي وجيبه او ديني رسالت دی چې د جګړې پای ته رسېدو او د سولې ټينګښت په هدف له ټولو ظرفيتونو او فرصتونو څخه ګټه پورته کړو.»
بلخوا د بشري حقونو خپلواک کمېسيون مرستيال نعيم نظري وايي، د سولې په پروسه کې که د قربيانيانو غوښتنې وانهورېدل شي، نو دا سوله يوازې سياسي وي.
دی د مذاکرې له دواړو خواوو غواړي چې د قربانيانو نظرونه او غوښتنې واوري او له دوی سره په مستقيم او غير مستقيم بڼې په اړيکه کې وي.
نظري وويل:
«د بشري حقونو خپلواک کمېسيون د مذاکرې له دواړو خواوو غواړي چې په مستقيم او غیر مستقيم بڼې له قربانيانو سره په اړيکه کې وي او د دوی نظرونه او غوښتنې واوري، که چېرې د دوی غوښتنې وانهورېدل شي، نو دا سوله به يوازې سياسي وي.»
اوسمهال د قطر په دوحه د حکومت او طالبانو مرکچي پلاوي پر مذاکرې بوخت دي، تمه دا ده چې د مذاکراتو په دويم پړاو کې به پر اوربند اساسي بحث وشي.
د حکومت مرکچي پلاوي تر دې مخکې ډاډ څرګند کړی و چې د مذاکراتو په شل ورځنۍ وقفه کې له بېلابېلو اقشارو سره کتلي او د دوی مشورې او نظرونه یې اخیستې دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ