ads

په خوست کې د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

په خوست کې د فوټبال هغه سیالۍ، چې د دغه ولایت د ۳۶ لوبډلو ترمنځ پيل شوي وې، د احسان لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې.

بختاجان بختیار
20 مرغومی 1399
په خوست کې د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

دا سیالۍ دوې میاشتې وړاندې د خوست په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې پیل شوې وې.
د خوست د فوټبال فدراسیون مشر عبدالفتاح واکمن کلید ته وویل، د دغو یادو سیالیو هدف له نشه یي توکو د ځوانانو منع کول او ورزش ته د ځوانانو راجلبول وو.
د دې سیالیو پای لوبې ته د بریال او احسان کلبونو لوبډلو لاره موندلې وه، چې احسان کلب یو د صفر پروړاندې بریال کلب ته ماتي ورکړه او بریا یې په خپل نوم کړه.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA