ads

په هند کې اورلګېدنې د ۱۰ ماشومانو ژوند واخیست

د هندي رسنیو د راپورونو له مخې، د هند د ماهاراشترا یالت په یو روغتون کې د اورلګېدنې له امله ۱۰ ماشومان وژل شوي.

محمدخان بریال
20 مرغومی 1399
په هند کې اورلګېدنې د ۱۰ ماشومانو ژوند واخیست

د وژل شوو ماشومانو عمرونه د څو ورځو او څو میاشتو وو.
د سرچینې په وینا، د یاد روغتون ډاکتران پر دې توانېدلي چې تر اورلګېدنې وروسته اووه ماشومان وژغوري.
که څه هم د روغتون کارکوونکي د اور پر وژل کېدو بریالي شوي، خو بیا هم یاده مرګ ژوبله رامنځته شوې او پاتې ناروغان امن سیمې ته لېږدول شوي دي.
تر اوسه د یادې اورلګېدنې علت معلوم نه دی.
دا په داسې حال کې ده چې په ۲۰۱۱ میلادي کال کې هم د هند په یو روغتون کې د اورلګېدنې پر مهال ۹۰ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی و.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA