ads

د ننګرهار له ولسونو سره د اشرف غني د پخوانیو ژمنو تکرار

جمهور رییس محمد اشرف غني پرون په ننګرهار کې یوې لویې ولسي غونډې ته دوینا پرمهال د ننګرهار له ولسونو سره پخوانۍ ژمنې بیا تازه کړې.

جان اغا صالح
19 مرغومی 1399
د ننګرهار له ولسونو سره د اشرف غني د پخوانیو ژمنو تکرار
غني دغه راز په دغه ولایت کې په ملکي او نظامي ادارو کې هم د پراخه اصلاحاتو پر پلي کېدو ټينګار وکړ او له ولسونو سره یې ژمنه وکړه، چې هلته به د امنیت، بیارغونې، برېښنا، ترانزیټ او په نورو برخو کې جدي اقدامات وکړي.
«موږ به ننګرهار ته له پېښور د ریل پتلۍ د جوړېدو چارې هم نېږدې وخت کې پیل شي،  له دغه ولایت سره لویې لارې به په پاخه او اساسي ډول جوړې شي او هم به یې د برېښنا په برخه کې شته ستونزې حل شي.»
جمهو رییس وایي، په ننګرهار ولایت کې د ښوونکو د کمبود په برخه کې د څلور زره نویو بستونو د منظوریدو ترڅنګ به هلته د بیارغونې په برخه کې ګڼې پروژې پلې شي.
«سږکال به ۴ زره ښوونکو بستونه ننګرهار ته ورکړل شي او هیله شته چې په دې سره به د ښوونکو به برخه کې شته ستونزې تر ډېره هوارې شي او هم به دبیارغونې په برخه کې پروژې پلې کړو.»
 غني دغه راز د سولې د دویم دور خبرو کې له طالب استازو سره پر جمهوریت او د دایمي اوربند پر پلي کېدو ټینګار وکړ.
«دا ځل چې د سولې دویم وار خبرې پیل شوي موږ ژمن یو چې د خلکو ټولو حقوقو ته پام کېږي او هم به له جمهوري نظام پر تل پاتې کېدو او دغه پر دایمي اوربند ټینګار وي.»
غونډې د ننګرهار د ولایتي شورا رییس احمد علي حضرت د وینا پر مهال په دې ولایت کې د داعش وسله والې ډلې له ماتې وروسته په یو شمیر ولسوالیو کې د لشکر طیبه او نورو وسله وال ډلو پر فعالیت اندیښنه وښوده.
هغه دغه راز ډیورنډ فرضیي کرښې ته په نېږدې ولسوالیو کې د پاکستاني حکومت وروستي اقدامات د اندیښنې وړ وبلل.
«ننګرهار په ځینو ولسوالیو کې د داعش له ماتې وروسته نورې ډلې راپيدا شوی او فعالیتونه یې پیل کړي دي لکه لشکرطیبه، لشکر اسلام او نور او هم د پاکستان وروستي اقدمات د اندېښنې وړ دي.»
په ورته مهال د ننګرهار د ولایتي پخواني منشي ذبیح الله زمري له جمهور رئیس نه د کړو ژمنو د عملي کېدو غوښتنه وکړه.
«کومې ژمنې چې جمهور رییس کړي تراوسه یې یوه هم نه ده عملي شوې، نه د برېښنا برخه کې نه د ښوونکو، نه د بیارغونې او نه په روغتیایي برخه کې هڅې ژمنې کېږي، خو عملي کېږي نه.»
خو جمهور رییس بیا داځلې د ننګرهار له ولسونو د ژمنو دعملي کېدو ډاډ ورکوي او وایي، داځل به ننګرهار کې بنسټیز کارونه ترسره کړي.
که څه هم نوموړي له دې وړاندې سفرونو کې هم ورته ژمنې کړې وې خو عملي شوې نه وي وبه لیدل شي چې دا ځل دا ژمنې څومره عملي کېږي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA