د نوموړي په وینا، په نیول شوو کې ۶۰ تنه نارینه او اته مېرمنې شاملې دي.
دی زیاتوي، د امریکا امنیتي ادارې هڅه کوي، څو هغه کسان ونیسي چې د تاوتریخوالي ډېرېدو ته لمن وهي.
د واشنکټن د پولیسو قومندان وایي، ډېری تصویرونه پېژندل شوي او هڅه کېږي چې د خلکو په همکارۍ پېژندل شوي کسان ونیول شي او د قانون منګولو ته وسپارل شي.
د یادلو وړ ده چې دا لاریونونه د کانګریس له لوري د جوبایډن تر رسمي تایید وروسته ترسره شول.
تېره ورځ د کانګرس پر ودانی د ډونلډ ټرمپ پلویان ورننوتل، چې لږترلږه څلور کسان پکې ووژل شول.
کانګرس کماله هریس هم د بایډن د مرستیالې په توګه تایید کړې ده.


