ads

موټرچلوونکي وايې انګور اډه کې يې سلګونه باروړونکي موټر بند پاتي دي

موټر چلوونکي وايي د پکتیکا ولایت برمل ولسوالۍ کې له پاکستان هېواد سره نښتې سوداګریزه لویه لار انګور اډه کې يې سلګونه بار وړونکي موټر له تېرو څو ورځو راهیسې د پولې دې غاړې ته بند پاتې دي.

خیرالدین ذکي
18 مرغومی 1399
موټرچلوونکي وايې انګور اډه کې يې سلګونه باروړونکي موټر بند پاتي دي

دوی څرګندوي د پاکستاني پولیسو له لوري هغه هېواد ته د تلو اجازه نه ورکول کېږي چې په قول يې دې څه موټر چلوونکو او سوداګرو ته ګڼې ستونزې را ولاړې کړې دي.

د برمل ولسوالۍ انګور اډه کې د پولې دې غاړې ته د سلګونه ولاړو موټرو چلوونکي وايې له شپو ورځو راهیسې دلته پراته دي چې په خبره يې له لویو ستونزو سره مخ دي.

دوی څرګندوي له پولې پورې غاړې څخه ټولو بار وړونکو موټرو ته افغانستان ته د ننوتلو اجازه ورکول کیږې خو له دې لوري سلګونه ولاړو موټرو څخه يې د ورځې پنځه یا شپږ موټر پاکستان هېواد ته ننوځي.

« دا کار د پاکستان هېواد غیر قانوني دی، تر شلو شپو پورې دلته موټر چلوونکي بند پاتې دي، په دې سړه هوا او ستونزو کې د شپې دوه درې ځله موټر چالانوي بیا يې بېرته بندوي، د پاکستان پوځیان موټر چلوونکو ته بې ځایه ستونزې جوړوي، دوی دلته پنځلس یا شل ورځي کیږې چې انتظار دي خو د تلو اجازه نه ورکول کیږې.»

د ظفر خان په نوم یو تن موټر چلوونکي کلید سره په خبرو کې وویل له تېرو دوو اونیو راهیسې په دې تمه ولاړ دي چې پاکستان هېواد ته له خپل بار وړونکي موټر سره ننوځي.

هغه وايې پاکستاني پوځیان دوی ته بیلابیلي بهاني کوي، په ورځ کې پنځه یا شپږ موټرو ته اجازه ورکوي نور ټول يې په شپو او ورځو دلته په ډيرو سړو او زیاتو ستونزو کې د انتظار شېبې شماري.

« له تېرو دوو اونیو راهیسې دلته له خپلو موټرو سره ولاړ یو، پاکستانیان په ورځ کې پنځه یا شپږ موټرو ته اجازه ورکوي، پخوا به يې د ورځې تر شپتو پوري موټرو ته اجازه ورکوله خو اوس په یوه او بله بهانه دوی ته ستونزې جوړوي، موږ يې له ډيرو ستونزو سره مخ کړي یو د هوټلونو لګښتونه هم نشو پوره کولای.»

برمل ولسوالۍ کې د بار وړونکو موټرو د اتحاديې مشر سیدمحمد وايې دلته روان بد وضعیت موټر چلوونکي له زیاتو ستونزو سره مخ کړي او ډيری هغه يې ډير زیانمن شوي هم دي.

نوموړی څرګندوي افغان حکومت باید د دوی ستونزو ته رسیدنه وکړي ځکه پاکستانی لوري په قصدي ډول هم د افغان سوداګرو او موټر چلوونکو د زیانمنولو لپاره دا ډول غیر قانوني عمل ته ملا تړي.

« زموږ د موټر چلوونکو لپاره دې کار ډیري ستونزې جوړي کړې دي، له یو لوري هوا سړه ده او له بلې خوا لګښتونه پرې ډير راځي، موټر چلوونکي څو ځله موتر چالانوي او بیا يې بېرته په ډير تکلیف بندوي، افغان حکومت باید زموږ ستونزو ته رسیدنه وکړي او له دې حالت څخه مو وباسي.»

یاده دي وي چې تر دې وړاندې هم له پولې دې غاړې ته موټر چلوونکو او پاکستان هېواد ته تلونکو کسانو شکایتونه کړي او ویلي يې دي چې د هغه هېواد پوځیان په غیر قانوني توګه خلکو ته ستونزې جوړوي او په یوه او بله بهانه يې ځوروي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA