ads

په امریکا کې د کویډ ۱۹ د قربانیانو شمېر تر ۳۶۱زره واوښت

د جان هاپکېنز پوهنتون د معلوماتو له مخې، په امریکا کې تر ۲۱ میلیونه ډېر کسان په کورونا اخته شوي او تر ۳۶۱ زره ډېر بیا د دغه ویروس له کبله مړه شوي دي.

شمس الرحمن شمس
18 مرغومی 1399
په امریکا کې د کویډ ۱۹ د قربانیانو شمېر تر ۳۶۱زره واوښت

دا په داسې حال کې ده چې په ټوله نړۍ کې په دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر تر ۸۷ میلیونه ډېر شوی او تر یو نیم میلیون ډېر کسان کورونا ناروغۍ مړه کړي دي.

په ایټالیا کې د دغه ویروس له کبله د مړو شمېر ۷۶ زره او ۸۷۷ تنو ته رسېدلی دی.

د دې تر څنګ په برازیل کې ۱۹۸زره ۹۷۴، په مکسیکو کې ۱۲۸زره او ۸۲۲، په هند کې ۱۵۰زره او ۳۳۶، په بریټانیا کې ۷۷ زره ۴۷۰، په ایران کې ۵۵ زره او  ۸۳۰ او په پاکستان کې ۱۰ زره او ۵۱۱تنه تر دې دمه کورونا ویروس وژلي دي.

دا ناروغي د لومړي ځل لپاره په چین کې راڅرګنده شوه، چې تر اوسه یې د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې د زرګونه کسانو ژوند اخیستی دی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA