د ټرمپ په ملاتړ دا پلویان داسې مهال پر کانګرس برید کوي چې هلته د امریکا د تېرو ټاکنو ورستۍ پایلې د تایید لپاره غونډه جوړه کړې وه.
دغه لاریون کوونکي د ټرمپ په ملاتړ راوتلي او وایي چې د امریکا په ټاکنو کې درغلي شوې ده.
د دوی په خبره ټرمپ یې جمهور رییس دی او جوبایډن ورته د منلو وړ نه دی.
که څه هم د لاریونوالو له برید سره غونډه د څو ساعتونو لپاره وځنډول شوه، خو وروسته چې پولیسو وضعیت کابو کړ نو بېرته پیل شوه.
منتخب جمهور رییس جو بایډن پر ټرمپ غږ کړی چې ناندرۍ دې نه جوړوي او د رسنیو په مخ کې دې اعلان وکړي چې بایډن ګټونکی دی او امریکا دې نړۍ ته نه شرموي.
دا په داسې حال کې ده چې نړۍ یو شمېر مشرانو د لاریون کوونکو دا برید غندلی او ترې غوښتي چې د ډیمکراسۍ اصل ته ژمن پاتې شي او د تېرو ټاکنو پایلې ومني.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

