ads

په خوست کې د ګنیو کښت ډېر او کروندګر یې له حاصلاتو راضي دي

د خوست کروندګرو له تیرو څو کالونو راهیسي د ګنیو کښت ته مخه کړې او پدې برخه کې له حاصلاتو هم راضي دي.

بختاجان بختیار
17 مرغومی 1399
په خوست کې د ګنیو کښت ډېر او کروندګر یې له حاصلاتو راضي دي

ددې ولایت د ګنیو کروندګر د یولړ ستونزو یادونه هم کوي، خو د کرنې ریاست مسولین یې د حل ډاډ ورکوي.

خوست چې د اقلیم له مخې یې ځمکه تر ډيره هر ډول حاصل ته اماده ده.

د غنمو، جوارو، زعفرانو، شولو او یو شمیر نورو کرنیزو محصلاتو ترڅنګ یې بزګرانو له تیرو څو کالونو راپدې خوا د ګنیو کښت ته هم مخه کړې ده.

د خوست د مرکز په ګډون  ګربز، علشیر، باک او صبري هغه ولسوالۍ دي چې ګني پکې ډيره کرل کیږي. پدې موسم کې کروندګر په خپلو ځمکو کې د ګنیو په را ایستلو بوخت او د خرڅلاو په موخه یې بازارته وړي.

ددې ولایت کروندګر له سږنیو حاصلاتو خوښ دي او وايي سږ کال د ګنیو بوټو ښه وده کړي وه، چې همهاله ورسره په حاصلاتو کې هم زیاتوالی راغلی.

د ابراهیم په نوم یوتن کروندګر وایي که چیرې یې حاصلاتو ته لوی ذخیرې جوړې شوې، کروندګر هڅیږي چې، د کال په دوام کې لا زیاته ځمکه د ګنیو لپاره بېله کړي:

(( دولت که چیرې د ګنیو لپاره همدلته په خوست کې د ګوړې فابریکې جوړې کړي، کروندګر به د یو جریب پرځای دوه جریبه ځمکه ورته بیله کړي، که څه هم چې زموږ حاصلات ښه دي او ګټه کوي، خو دولت راته پاملرنه نه ده کړې.))

د ګنیو له یادو حاصلاتو دا مهال یوازې د ګنډيریو او یا جوس جوړولو په برخه کې استفاده کیږي، چې دغې چارې په سلګونو کسانو ته د کار زمینه هم برابره کړې ده.

د خوست ګني تر رېبلو وروسته ترډيره د ښار اوړوند سبزۍ منډوي ته راوړل کیږي او له دغه ځایه بیا نورو ولایتونو ته هم وړل کیږي.

د ګنیو یو تن سوداګر نوازخان وایي د خوست ګنیو خوږوالي او ذایقې د ګنیو نورو ولایتونو سوداګر هم مجبور کړي چې ترخوسته ځانونه را ورسوي:

(( د خوست ګني د ښه والي له کبله اوس مهال ډيرې پلورل کیږي، پخوا به دلته له پاکستانه ګاني راتله، خو اوس یې دلته حاصل ښه او د پکتیا، پکتیکا، لوګر، غزني  په ګډون یو شمیر نورو ولایتونو ته هم ځي.))

د یاد ولایت د کرنې رئیس حفیظ الله شاه نوري وايي چې د برښنا د ستونزې له هواري وروسته له ډونرانو سره پرې غږیدلي، څو په خوست کې د ګنیو څخه د جوړیدونکي ګوړې لپاره فابریکې نصب کړي:

(( تېر کال د برېښنا ستونزه ډيره وه، خو سږکال یې انشاءالله چې دا ستونزه حلیږي، له ډونرانو سره غږېدلي یو او د نوي مالي کال په راتلو سره به پدې وتوانیږو چې فابریکې جوړې او د خوست ټولې ګني به همدلته پیرل کیږي.))

د خوست د کرنې ریاست د چارواکو په خبره، چې سږ کال په خوست کې ۵۰۰ هکتاره ځمکه پر ګنیو کرل شوې ده، چې په ترڅ کې به یې څه د پاسه ۴۰۰۰ میتریک ټنه ګني ترلاسه شي.

کروندګر وايي که د پروسس برخې ته پاملرنه وشي، د خوست هغو سیمو کروندګر چې د بهانده اوبو څخه برخه مند دي، د کر کیلې برخې ته به لا پراختیا ورکړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA