ads

په هلمند کې ۵۸۴ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې

په هلمند ولایت کې د بشر حقونو خپواک کمېسیون سرپرست رییس عبدالمقیم علیزي کلید ته د یوې ځانګړې مرکې پرمهال وویل چې د تېرو درېیو مایشتو پرمهال د جګړې له کبله ۵۸۴ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

حضرت محمد روحاني
17 مرغومی 1399
په هلمند کې ۵۸۴ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې
هلمند په سره خط کې

« دمیزان، عقرب او قوس په میاشتو کې په هلمند کې جګړو شدد پیدا کړی چې پرمهال یې ۵۸۴ تنه ملکي وګړو ته مرګ ژوبله رسېدلې چې په دغه مرګ ژوله کې ۲۹۱تنه نارینه ټپیان شوي او ۴۰تنه وژل شوي دي او دغه راز ۳۳تنه ښځې هم ټپیانې شوې او ۶تنه یې وژل شوې دي ۲۰۰تنه ماشومان ټپیان شوي او ۱۳تنه نور وژل شوې دي»

علیزي دغه راز زیاته کړه چې شمېرې تر دې لا زیاتې دي، کوم ارقام چې موږ تر لاسه کړي دا یوازې ددې ولایت دمرکز، نهرسراج ولسوالۍ کلینکونو څخه دي .

« داسې معلومات موږ هم لرو چې ددې ولایت په سنګین، مارجي او ګرمسیر ولسوالیو کې هلته ځنیې پېښې شوې چې هغه ملکي ټپیان یا کندهار ، هرات ولایتونو او هم پاکستان ته انتقال شوي وي»

د نوموړي په وینا دغه ملکي مرګ ژوبله ترډېره حده د سړک غاړې د ماین چاودنو له امله رامنځ ته شوې او یوازې په مخامخ جګړو کې ۶تنه ملکي کسانو وژل شوي دي او دملکي کسانو ژوند ته نه پاملرنه د بشرحقونو له اړخه یو جرم ګڼل کیږې .

«متاسیفانه دغه ړانده مایونونه دملکي کسانو مرګ ژوبله او ترڅنګ د نړوالو بشردوستانه حقوق نه ریاعت ددې باعث کېږي چې ملکي مرګ ژوبله زیاته شي او د جګړې دواړې ښکېلې خواوې قانوني تخطۍ لري چې په ځینو وختونو کې د ملکي کسانو خوندیتوب ته هېڅ پاملرنه کېږي»

مقیم علیزي د جګړې له ښکېلو خواوو څخه غوښتنه وکړه چې د ملکي وګړو ځاني خوندیتوب ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

بلخوا بیا د هلمند والي جنرال عبدالنبي الهام د بشرد حقونو هغه شمېر رد کړی چې په وینا یې ۵۸۴تنه ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

که څه هم نوموړی په ځینو پېښو کې د ملکي وګړو مرګ ژوبله مني، خو وایي په دومره شمېر سره مرګ ژوبله نه ده چې بشر حقونه یې ارقام وړاندې کوي.

په داسې حال کې ده چې ددې ولایت د بشر حقونو خپواک کمېسیون د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې په تړاو ژوره اندېښنه ښودلې او د جګړې له ښکېلو خواوو یې د تاوتریخوالي کمېدو غوښتنه کړې.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA