دا په داسې حال کې ده چې په ټوله نړۍ کې په دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر تر ۸۶ میلیونه ډېر شوی او تر یو نیم میلیون ډېر کسان کورونا ناروغۍ مړه کړي دي.
په ایټالیا کې د دغه ویروس له کبله د مړو شمېر ۷۶ زره او ۳۲۹ تنو ته رسېدلی دی.
د دې تر څنګ په برازیل کې ۱۹۷زره ۷۳۲، په مکسیکو کې ۱۲۸زره او ۸۲۲، په هند کې ۱۴۹زره او ۸۵۰، په بریټانیا کې ۷۶ زره ۴۲۸، په ایران کې ۵۵ زره او ۷۴۸ او په پاکستان کې ۱۰ زره او ۴۰۹تنه تر دې دمه کورونا ویروس وژلي دي.
دا ناروغي د لومړي ځل لپاره په چین کې راڅرګنده شوه، چې تر اوسه یې د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې د زرګونه کسانو ژوند اخیستی دی.


