دوی زياتوي، له اداري فساد سره د مبارزې تر ټولو زياتې قضیې په کابل او هرات کې ثبت شوې دي.
د لوی څارنوالۍ وياند جمشيد رسولي د چهارشنبې پر ورځ په يو خبري کنفرانس کې وويل، د ۱۳۹۹ مالي کال په درشل کې له اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې ۱۸۰۳ قضیې ثبت بررسي شوې دي.
نوموړي زياته کړه، له دې ډلې ۱۱۲۲ قضیې د ولايتونو ، ۴۰۳ قضیې د مرکز په څارنواليو او دغهراز ۲۷۸ قضیې د عدلي او قضايايي مرکز له سنګينو جرايمو سره د مبارزې په څانګه کې ثبت شوې دي.
د رسولي په خبره، په دغو قضیو کې له امنيتي او دفاعي، روغتيا، زراعت، حوادثو رياست، ملي شورا، پوهنې وزارت، ګمرکونو او د شمېر نورو بنسټونو کارکوونکي تورن دي.
نوموړي وويل:
«د افغانستان لویې څارنوالۍ د ۱۳۹۹ مال کال په لړ کې له اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې ۱۸۰۳ قضیې ثبت بررسي شوې، له دې ډلې ۱۱۲۲ قضیې د ولايتونو ، ۴۰۳ قضیې د مرکز په څارنواليو او دغهراز ۲۷۸ قضیې د عدلي او قضايايي مرکز له سنګينو جرايمو سره د مبارزې په څانګه کې ثبت شوې دي.»
د لوی څارنوال وياند د بډو اخیستلو په تور د درېيو سناتورانو او د روغتيا وزارت څلورو کارکوونکو قضيو ته په اشارې وويل، د روغتيا وزارت د قضيې په برخه کې جدي څېړنې روانې دي، درې سناتوران د مشرانو جرګې لهخوا په ضمانت خوشي شوې دي، خو د قضيې په اړه یې تحقیقات دوام لري.
رسولي ټينګار وکړ چې دوی د قانون پلي کېدو ته ژمن دي.
د نوموړي په خبره:
«د روغتيا وزارت قضیې په جدي ډول د څېړنې لاندې ده، د فساد قضیې يو څه ډېر وخت ته اړتيا لري، څو ټول موارد په دقت سره وڅېړل شي، د سناتورانو موضوع په اړه بايد ووايم چې موږ د اساسي قانون د ۱۰۲مې مادې لهمخې دا موضوع مشرانو جرګې ته راجع کړه او د هغوی په ضمانت خوشې شول، خو په اړه یې پلټنې روانې دي.»
د چارو شنوونکي بيا وايي، له اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې تر اوسه داسې اقدامات چې د افغانانو او نړيوالو ډاډ حاصل کړي، نهدي شوي.
روحالله هوتک کليد ته وويل، که له فساد سره د مبارزې په برخه کې واقعي مبارزه شوې وای، نو د ټولو هغو دولتي ادارو پر وړاندې چې په فساد کې ښکېل دي، اجرات به شوي وی چې تر اوسه نهدي شوي.
هوتک وويل:
«زه فکر کوم چې حکومت اوس هم دا چانس لري چې له اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې خپل تعهدات عملي کړي، تر اوسه پورې داسې اقدامات چې د افغانانو او نړيوالو پام راجلب کړي، نهدي شوي.»
که څه هم لوی څارنوالۍ ډاډ څرګند کړی چې د ټولې قضيې به پوره بېطرفې وڅېړل شي، خو نيوکې او اندېښنې دا دي چې څارنوالۍ په ډېرو مواردو کې له قضيو سره سياسي او سیلقهيي چلند کوي.
بلخوا په جينوا کنفرانس کې د افغان حکومت د تعهداتو له ډلې يو یې له اداري فساد سره جدي مبارزه وه.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


