ads

دودیزو مراسمو په کندهار کې ګڼ کسان پر کورونا اخته کړي

په کندهار کې ډېری نارینه او ښځینه په دودیزو مراسمو او پروګرامونو کې د ګډون کولو له امله په کورونا ناروغۍ اخته شوي.

تاج محمد ساحل
16 مرغومی 1399
دودیزو مراسمو په کندهار کې ګڼ کسان پر کورونا اخته کړي
د کندهار روغتیايي مسئولین وايي، د ګڼې ګوڼې په ځایونو کې کورونا په ډېرې اسانۍ انتقالېږي.
د کندهار روغتیايي چارواکې وايي، په دغه ولایت کې پر کورونا د اخته شوو کسانو له جملې اکثره په ټولیزو مراسمو کې د ګډون له امله پر دې ناروغۍ اخته شوي.
ودونه، د کوژدې مراسم، د ناروغانو پوښتنه، د مبارکۍ مراسم، جنازه،  فاتحه او په کندهار کې یو شمېر نور مراسم چې خلک گډون پکې کوي.
په دغو مراسمو کې د ګډون له امله سلګونه کسان د کورونا په خطرناکې ناروغۍ اخته شوي چې ځیني يې ان تر مرګه رسېدلي دي.
د کورونا په ۵۰ بستریز روغتون کې اکثره بستر  ناروغانو د خوښیو او یاهم په یو شمېر نورو دودیزو مراسمو کې ګډون کړی او په کورونا اخته شوي.
جان محمد له تېرو لسو ورځو څخه د کورونا لپاره په ځانګړي روغتون کې بستر دي. هغه وايي چې د زوی په واده کې د ګډون له امله پر کورونا اخته شوی.
د جان محمد وضعیت که څه هم اوس تر اول ښه شوی، خو وايي چې خلک باید له ګڼې ګوڼې لري واوسي تر څو د ده په څېر په دغې ناروغۍ اخته نه شي.
په دغه روغتون کې یو بل ناروغ بیا د افغانستان نیمروز ولایت ته د یوه بندي کس د ازادېدو مبارکۍ ته ورغلی و چې پر کورونا اخته شوی.
دغه کس نور محمد نومېږي او وايي، د پوښتنې دود اړ کړل چې د ازاد شوي کس مبارکۍ ته ورشي.
د نور محمد په خبره، کله چې د مبارکۍ له مراسمو بیرته خپل کور ته راوګرځېد، نو دوې ورځي وروسته ورته د بدن درد ، ټوخی،  سر درد او تبه پیدا شول.
هغه وايي، ټولو ورته مشوره ورکړه چې د کورونا روغتون ته مراجعه وکړم او د کورونا ټېسټ وکړم.
د نوموړي په خبره، کله يې چې ټیسټ وکړ، نو د کورونا په ناروغۍ اخته شوی و او علت يې هم په نیمروز کې د ازاد شوي کس د مبارکۍ په مراسمو کې ګډون و.
په دودیزو مراسمو او محفلونو کې د ګډون له امله نه یوازې نارینه، بلکې ښځینه هم په کورونا ناروغۍ اخته شوي.
تقوا سکون چې دا مهال د ښوونځي په ۱۲ ټولګي کې ده، د ماما زوی د کوژدې په محفل کې تر ګډون وروسته په کورونا اخته شوې.
هغه وايي، د کوژدې په محفل کې له دوو ښځو سره مخ شوه چې زکام يې درلود، خو په خبره یې چې ځان يې ځني ونه ساته او د عادي  وګړو په څېر يې ورسره ناسته ولاړه وکړه.
«د اغلي سکون په خبره، تر مراسمو دوې ورځې وروسته ورته د بدن شدید درد او تبه پیدا شول او وايي، دوه ځله يې له ډاکټرانو دوا واخیستله، خو جوړه نه شوه.»
د نوموړې په وینا، وروسته یې کورنۍ د کورونا ټېسټ لپاره روغتون ته بوتله چې تر ټېسټ وروسته یې پایله مثبته وه.
تقوا سکون وايي، ۱۵ ورځي د کورونا په روغتون کې بستر وه او د بستر پر مهال ډاکټرانو دوه ځله ورته د کورونا ټیسټونه وکړل چې اخري ځل منفي وخوت او له روغتونه رخصت شوه.
د لعل محمد په نوم یو بل کس بیا د طریقت مرید دی، هغه د پاکستان چمن ښار ته د طریقت د یو خلیفه دربار ته تللی و.
دی وايي چې هلته زرګونه کسان د «ذکر» کولو لپاره راټول شوی وو او دغه خلګ د پاکستان تر څنګ له افغانستان څخه هم ورغلي وو.
لعل محمد وايي چې کله بیرته خپل کور ته راستون شوو، نو سر درد، تبه او بدن درد ورته پیدا شول.
د نوموړي په خبره روغتون ته تر تګ مخکې د مرګ له ګواښ سره مخ شوی و او ډېره نفس تنګي یې درلوده.
«ناروغي مې ډېره سخته شوه، د نفس تنګۍ له امله د مرګ له ګواښ سره مخ وم.»
روغتیايي چارواکې هم وايي، په کندهار کې پر کورونا د اخته شوو کسانو له ډلې يې اکثره په مراسمو کې د ګډون له امله پر دې ناروغۍ اخته شوي.
د کندهار د عامي روغتیا رییس ډاکټر محمد طاووس اشرف نادري وايي، خلګو ته يې د عامه پوهاوي پروګرامونو له لارې لار ښوونه کړې چې د ګڼې ګوڼې له ساحو ځانونه لېرې وساتي، ځکه د ګڼې ګوڼې ځایونه د کورونا په انتقال کې ډېر مثبت رول لري.
د ټولنیزو چارو کار پوهان وايي، خلک باید د عامې روغتیا  یاست او روغتیايي کارکوونکو سپارښتنې عملي کړي، څو هم ځان او هم نور کسان له دې خطر ناکې ناروغۍ څخه وساتي.
ټولنپوه صاحب زاده نالان وايي چې افغانستان د روغتیايي اسانتیاوو له اړخه ډېر کمزوری دی او نه شي کولای د نورو پرمختللو هېوادونو په څېر پر یوه وخت زرګونو ناروغانو ته رسېدنه وکړي.
د نالان په خبره، که خلګ بې احتیاطي وکړي، د نو زرګونه کسانو ژوند به له خطر سره مخامخ شي.
د یادوني وړ ده چې تر دا مهاله په کندهار کې شاوخوا ۲۰۰۰ کسان په کورونا ویروس اخته شوي.
د عامي روغتیا ریاست وايي، هره ورځ نېږدې سل کسان د کورونا ټېسټ کولو لپاره مراجع کوي.






کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA