ads

سعودي عربستان له قطر سره پولې پرانیزي

د کویټ د بهرنیو چارو وزیر چې د قطر او سعودي عربستان تر منځ یې منځګړیتوب کړی وایي، دواړو هېوادونو د اختلافونو په له منځه وړلو هوکړه کړې ده.

محمدخان بریال
16 مرغومی 1399
سعودي عربستان له قطر سره پولې پرانیزي

یو امریکایي چارواکي هم له رویټرز خبري اژانس څخه په نقل سره ویلي چې د سعودي عربستان او قطر هېواد تر منځ اختلافونه له منځه وړل شوي دي.
عربستان، عربي ارماراتو، بحرین او مصر په ۲۰۱۷ میلادي کال کې پر قطر له دې کبله بندیزونه ولګول چې ګواکي له ایران او ترهګرو ډلو ملاتړ کوي.
خو اوس ټاکل شوې چې د قطر امیر د خلیج د همکاریو شورا په ناسته کې ګډون وکړي.
کویټ او متحده ایالاتونو ویلي چې ډېر ژر به د قطر او سعودي عربستان تر منځ تړلي سرحدونه پرانیستل شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA