ads

دوحې ته د افغان مرکچي پلاوي بیا سفر

د افغانستان د سولې مرکچي پلاوی له طالبانو سره د سولې دویم پړاو خبرو پیلېدو په هدف د سه شنبې په ورځ دوحې ته روان شو.

محمدخان بریال
16 مرغومی 1399
دوحې ته د افغان مرکچي پلاوي بیا سفر
د افغان سولې مرکچي پلاوي رییس معصوم ستانکزی وایي، اوس پوهېږو چې د افغان حکومت لومړیتوب څه دی.
هغه هیله څرګندوي چې په دا ځل خبرو کې به پر هغه څه هوکړه وشي چې د افغان ولس غوښتنه ده او د جګړې پایته رسېدو لامل کېږي.
په ورته وخت کې د سولې په چارو کې د دولت وزیر سید منصور سادات نادري وایي، افغانستان ته د راتګ پر مهال یې د ټولنې له بېلابېلو اقشارو سره تر ۸۳ ډېرې ناستې ترسره کړې او د هغوی مشورې یې اخیستې دي.
دی زیاتوي، د افغان حکومت او خلکو غوښتنه په هېواد کې د تلپاتې اوربند ټینګېدل دي، چې د خلکو د غوښتونو اړوند به د سولې په دویم پړاو خبرو کې له مقابل لوري سره لومړی پر اوربند خبرې وشي.
په ورته وخت کې د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا د رهبرۍ کمېټې درېیمه ناسته د سولې مرکچي پلاوي په شتون کې ترسره شوه.
د دې شورا ویاند فریدون خوځون د سه شنبې په ورځ کلید ته وویل، د مصالحې شورا مرکچي پلاوي ته اساسي کرښې وټاکلې او د هغه په رڼا کې به دویم پړاو مذاکرات پیل کړي.
په ورته وخت کې زلمي خلیلزاد د سیمې او دوحې سفر پیل کړی دی.
 نوموړي کابل ته تر راتګ وروسته د ملي مصالحې شورا له مشر ډاکتر عبدالله عبدالله سره کتلي دي.
له دې شورا  څخه د سه شنبې په ورځ په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په ترسره شوې کتنه کې د افغان سولې د دویم پړاو خبرو پر پیلېدو بحث شوی.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA