دا لومړنۍ مېرمن ده چې د امریکا په تاریخ کې د کانګرېس د رییسې په توګه دنده ترسره کوي.
هغې تېر کال د امریکا له جمهور رییس ډونالډ ټرمپ سره تر شخړو وروسته د هغه د وینا متن ټوټې کړ.
نوموړې د ګانګرېس د مشرې په توګه تر بیا ټاکل کېدو وروسته له نوي ټاکل شوي جمهور رییس جوبایډن څخه ملاتړ اعلان کړ.
دا مېرمن ۸۰ کلنه ده او له ۲۰۰۳ میلادي کال راهیسي په کانګرېس کې د ډیموکراټانو رهبري پر غاړه لري او تر دوو نورو کلونو به خپلې دندې ته دوام ورکړي.


