ads

د سولې په دویم پړاو خبرو کې د مرکچي پلاوي ګډون

تر ۲۰ ورځني ځنډ وروسته په پام کې ده چې د افغانستان د سولې مرکچي پلاوی د سه شنبې په ورځ له طالبانو سره د دویم پړاو خبرو پيلېدو په هدف دوحې ولاړ شي.

محمدخان بریال
15 مرغومی 1399
د سولې په دویم پړاو خبرو کې د مرکچي پلاوي ګډون

د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویاندې ناجیې انوري کلید ته وویل، ټاکل شوې چې مرکچي پلاوی د مهال وېش پر اساس دوحې ته سفر وکړي او د سولې دویم پړاو مذاکرات پیل کړي.
نوموړې وایي، د سولې مرکچي پلاوي په تېرو څو ورځې کې د جمهور رییس غني په ګډون د ټولنې له بېلابېلو قشرونو سره لیدلي او د هغوی نظرونه یې د سولې مذاکراتو په اجنډا کې ځای کړي دي.
په ورته وخت کې د سولې مرکچي پلاوي غړي وایي، په دویم پړاو خبرو کې به لومړی پر اوربند بحث وشي.
د مرکچي پلاوي غړې فوزېې کوفي د دوشنبې په ورځ د سولې په تړاو جوړې شوې غونډې ته وویل، د سولې په خبرو کې به د اوسني نظام او د افغانانو د حقونو ساتل شامل بحثونه وي.
د دې په وینا، افغان مرکچي پلاوی هڅه کوي چې په دویم پړاو مذکراتو کې له طالبانو سره پر اوربند هوکړې ته ورسېږي.
بلخوا، د ولسي جرګې غړي وایي، اړتیا ده چې د سولې په دویم پړاو خبرو کې خلک په جریان کې پاتې شي.
په ولسي جرګه کې د هرات د خلکو استازې ناهېده فرید وایي، د سولې دویم پړاو خبرو پیلېدو هدف له طالبانو سره د سولې هوکړې لاسلیک نه دی، بلکې هدف دا دی چې ۱۹ کلنې لاسته راوړنې وساتل شي.
پر دې سربېره طالبانو هم اعلان کړی چې مرکچي پلاوی یې د دویم پړاو خبرو ته چمتو دی.
دا په داسې حال کې ده چې اوربند د افغانانو هیله او جدي غوښتنه ده، هغه څه چې تل د طالبانو له لوري رد شوي دي.
اوس به ولیدل شي چې په دویم پړاو کې پر اوربند هوکړه کېږي او که نه؟

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA