ads

په امریکا کې تازه ۲زره کسان په کورونا ناروغۍ اخته شوي

په امریکا کې د کویډ ۱۹ د قربانیانو شمېر تر ۳۴۹زره واوښت

شمس الرحمن شمس
14 مرغومی 1399
په امریکا کې تازه ۲زره کسان په کورونا ناروغۍ اخته شوي

د جان هاپکېنز پوهنتون د معلوماتو له مخې، په امریکا کې تر ۲۰ میلیونه ډېر کسان په کورونا اخته شوي او تر ۳۴۹ زره ډېر بیا د دغه ویروس له کبله مړه شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په ټوله نړۍ کې په دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر تر ۸۴ میلیونه ډېر شوی او تر یو نیم میلیون ډېر کسان کورونا ناروغۍ مړه کړي دي.
په ایټالیا کې د دغه ویروس له کبله د مړو شمېر ۷۴ زره او ۹۸۵ تنو ته رسېدلی دی.
د دې تر څنګ په برازیل کې ۱۹۵زره ۷۲۵په مکسیکو کې ۱۲۶زره او ۸۵۶، په هند کې ۱۴۹زره او ۲۱۸، په بریټانیا کې ۷۴ زره ۶۸۲، په ایران کې ۵۵ زره او  ۴۳۸  او په پاکستان کې ۱۰ زره او ۳۱۱ تنه تر دې دمه کورونا ویروس وژلي دي.
دا ناروغي د لومړي ځل لپاره په چین کې راڅرګنده شوه، چې تر اوسه یې د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې د زرګونه کسانو ژوند اخیستی دی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA