دوی په ورته مهال له افغان حکومت هم غوښتنه کوي، چې د خبریالانو د ژوند خوندیتوب ته پاملرنه وکړي.
یادې فعالانې چې د خبریالانو او مدني فعالانو د وژنې په غبرګون کې راټولې شوې وې، وایي چې تېر ۲۰۲۰ کال په افغانستان کې د خبریالانو، مدني فعالانو او ولسي خلکو لپاره له ستونزو او امنیتي پېښو ډک کال وو او نوي ۲۰۲۱ م کال ته یې د سولې او اوربند هیلې څرګندولې.
دوی د جګړې له ښکېلو اړخونو غوښتنه وکړه، چې د خبریالانو، مدني فعالانو او ولسي وګړو د ژوند خوندیتوب ته پام وکړي.
پدې ولایت کې د ښځو د ملي ارمان ټولنې مشرې زینب افغان وویل، خبریالان د ټولنې هغه قشر دی چې تل يې د ولس غږ راپور ته کړی او په مسایلو کې بې طرفه پاتې شوي دي:
(( په تېرو دوو میاشتو کې د فغان خبریالانو وژنه موږ په کلکو ټکو غندو، ځکه خبریالان د ټولنې ستونزې راپورته کوي، حل لارې ورته لټوي او دوی تل بې پرې پاتې شوي دي، ترڅنګ یې د مدني فعالانو وژنه هم د اندېښنې وړده او دا په ټوله کې پدې معنی ده چې د بیان د ازادۍ غږ خاموش کول دي.))
یادو فعالو میرمنو له افغان حکومت هم وغوښتل، چې د خبریالانو او فعالانو د ژوند خوندیتوب ته پاملرنه ډېره کړي.
مدني فعاله نورین وایي افغان حکومت ته پکار ده چې له پيښو وړاندې د خبریالانو ژوند خوندي کړي:
(( موږ له افغان حکومت په جدي ډول غوښتنه کوو، چې د خبریالانو امنیت وساتي او په دې برخه کې ژر ترژره کوټلي ګامونه واخلي.))
د بلقیس په نوم د راټولیدنې یوې بلې ګډونوالې وویل تیرې څو میاشتې نه یوازې چې د ژورنالستانو لپاره خونړۍ وې، بلکې پدې موده کې د پوهنتون محصلین، فعال ځوانان او په ټوله کې ډيری علمي کادرونه ووژل شول:
(( تاسو ولیدل چې تیرې څو میاشتې د خبریالانو لپاره خونړۍ وې، موږ دې ته حیران یو چې له یوې خوا د سولې خبرې روانې دي او بل لوري د وژلو لړۍ په چټکۍ روانه ده.))
ددې ولایت یادې ښځينه مدني فعالې داسې مهال دا غږ پورته کوي چې د ۲۰۲۰ م کال په وروستیو ورځو کې پنځه افغان خبریالان ووژل شول او تازه تېره ورځ چې د ۲۰۲۱ م کال لومړۍ ورځ وه هم په غور ولایت کې د یوې سیمه ییزې راډيو مسول مدیر د نامعلومو وسله والو له لوري ووژل شو.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


