عثماني رسنيو ته په را استول شوي ويډيويي پيغام کې ويلي، د نوموړي د کار دوام پر وړاندې کوم قانوني خنډ نهشته او دا پرېکړه سياسي توطيه بولي.
نوموړي ويلي:
«ولسمشر له ما نه غوښتنه وکړه چې بايد له خپلې دندې استعغا وکړه، که څه هم ما ولسمشر ته خپل دلايل وړاندې کړل، خو د چارو ادارې له لوري زما د استعفا منظوري راغلې په داسې حال کې چې ما استعفا نهده کړې، زما د کار دوام پر وړاندې کوم قانوني خنډ نهشته او دا پرېکړه سياسي توطيه ده.»
بلخوا جمهور رییس محمد اشرف غني بيا د پنجشنبې پر ورځ ناوخته د عامې روغتيا وزارت له يو شمېر مسوولينو سره د کتنې پر مهال ويلي چې ياد وزارت ته سياسي کس نهراځي او يو مسلکي مسوول به د سرپرست په توګه وټاکل شي.
نوموړي ټينګار کړی، په دې وروستيو کې په روغتيا وزارت کې رامنځته شوی وضعيت په واقعي توګه دردونکی او ټولو ته سپکاوی دی.
د ارګ په خبرپاڼه کې د ولسمشر له قوله ليکلي شوي:
«په دې وروستيو کې په روغتيا وزارت کې رامنځته شوی وضعيت په واقعي توګه غمناک او ټولو ته سپکاوی دی، بايد قانون ته درناوی وشي او ټول مسایل د قانوني مراجعو له لارې تطبيق او حق حقدار ته ورسېږي.»
د ولسي جرګې غړي بيا د وزیرانو معرفي کېدل او ګوښه کول د جمهور رییس له صلاحيتونه څخه شمېري، خو ټينګار کوي چې د نوي سرپرست وزیر له معرفي کېدو وروسته بايد تر دوو مياشتو ولسي جرګې ته د باور رایې د ترلاسه کولو لپاره معرفي شي.
عبدالقادر قلاتوال کليد ته وويل، که کوم وزیر د باور رايه ترلاسه کړې وي، يا نه، جمهور رییس صلاحيت لري چې له دندې یې ګوښه کړي.
قلاتوال وويل:
«د اساسي قانون لهمخې دا د ولسمشر صلاحيت دی چې هغه وزیر چې له ولسي جرګې د بارو رایه ترلاسه کوي وي او يا هم سرپرست وي، له دندې یې ګوښه کړي، که چېرې نوی نوماند وزیر ټاکل کېږي، نو بايد تر راتلوونکو دوو مياشتو ولسي جرګې ته د بارو رایې د ترلاسه کولو په هدف واستول شي، که داسې ونهشي، نو موږ به خپل غږ وچت کړو.»
حقوقي کارپوهان هم په دې باور دي چې د اساسي قانون ۶۴ مادې له مخې جمهور رییس دا صلاحيت لري چې د وزیرانو په ګډون لوړپوړي دولتي چارواکي له دندو ګوښه يا یې پر دندو وګماري.
کبیر رنجبر کليد ته وويل، دا چې جمهور رییس د روغتيا وزیر استفعا د نوموړي له لاسليک او استعفا ورکولو پرته منظور کړې، دا په ټوله نړۍ کې معمول کار دی او دا ډېری د مسوولينو د پت او عزت خوندي پاتې کېدو په موخه کېږي.
رنجبر وويل:
«د افغانستان د اساسي قانون د ۶۴ مادې د ۱۱ فقرې لهمخې ولسمشر دا صلاحيت او واک لري چې د وزیرانو په ګډون لوړپوړي دولتي مامورين او چارواکي له دندو ګوښه او يا یې پر دندو وګماري.»
دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې مخکې د احمد جواد عثماني د ورور په ګډون د روغتيا وزارت څلور چارواکي د بډو اخیستلو په تور د ملي امنيت له لوري ونيول شول، لویې څارنوالۍ ډاډ څرګند کړی چې د يادو کسانو قضيه په هر اړخیز ډول وڅېړل شي.


