ads

په یمن کې ۲۶ تنه په توغندویي برید کې وژل شوي

د يمن په عدن ښار کې حوثي ملېشو هغه مهال نړيوال هوايي ډګر په نښه کړی، چې د يمن د حکومت د نوې کابينې غړي له سعودي عربستان څخه يمن ته ورسېدل.

محمدخان بریال
11 مرغومی 1399
په یمن کې ۲۶ تنه په توغندویي برید کې وژل شوي
د دغه هېواد د بهرنيو چارو او روغتيا وزارتونو ويلي، د حوثي ملېشو په باليستيکي توغندویي بریدونو کې لږ تر لږه ۲۶ کسان وژل شوي او ۶۵ نور ټپيان دي.
د بهرنيو چارو وزارت وايي، حوثي ملېشو پر هوايي ډګر څلور باليستيکي توغندي توغولوي، خو په دغه برید کې د کابينې غړو ته زیان نه دی اوښتی او قربانيان يې ملکي وګړي دي.
د نوې کابينې د غړو لپاره پر هوايي ډګر يو شمېر خلک هرکلي ته ورغلي وو، چې له برید وروسته سره خپاره شول او یو بل لور ته يې منډې کړې.
د یمن د بهرنيو چارو وزارت پر حوثي ملېشو تور لګولی، چې دغه «ترهګریز» برید دوی کړی دی.
د تېر ۲۰۱۹ کال په اګسټ کې هم حوثيانو د عدن پر نړيوال هوايي ډګر توغنديز برید کړی و، چې له امله يې لږ تر لږه ۳۶ کسان وژل شوي وو.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA