د عامې روغتیا وزیر احمد جواد عثماني د پنجشنبې په ورځ خبري کنفرانس ته دا څرګندونې وکړې.
هغه زیاته کړه، روغتیا وزارت شفافیت او له فساد سره مبارزې ته ژمن دی او په دې برخه کې به له عدلي او قضایي ادارو سره همکاري وکړي.
ده وویل، کله چې د لویې څارنوالۍ له لوري د دوی پر کارمندانو د فساد تور پورې شو، له دې ادارې څخه یې وغوښتل چې په شفافه توګه هغه ته رسېدنه وکړي.
په ورته وخت کې احمد جواد عثماني د جمهور رییس محمد اشرف غني له لوري د هغه د استعفا اوازې رد کړې او دا یې سیاسي دسیسه وبلله.
عثماني زیاتوي چې د استعفا دلیل یې نشته او خپل کار ته به په عادي ډول دوام ورکړي.
کار پوهان د لویې څارنوالۍ دغه اقدام له اداري فساد سره د مبارزې لپاره مهم بولي.
د سیاسي چارو شنونکي امین ځاځي کلید ته وویل، د جرم د اثبات په صورت کې باید له دغو کسانو سره قانوني چلند وشي.
که څه هم ولس د فساد پر وړاندې د حکومت له ناکامه مبارزې ډېر ناهیلی شوی، خو په تېرو څو ورځو کې د رشوت او بډې اخیستو په تور د درېیو تنو سناتورانو او د عامې روغتیا وزارت د کارمندانو نیول کېدو وښوده چې حکومت په دې برخه کې تر یوې کچې جدي دی.
وبه لیدل شي چې له اداري فساد سره اوسنۍ مبارزه دوام کوي او که نه؟


