د بهرنیو رسنیو د راپورونو له مخې د کورونا ویروس د نوي ډول څخه پاکستان هېواد هم اغېزمن شوی دی.
دا ویروس چې د لومړي ځل لپاره په بریتانیا کې وپېژندل شو، چې وروسته یې په کوریا، کاناډآ او یو شمېر نورو اورپایي هېوادونو کې یې هم خلک اغېزمن کړل.
تازه د پاکستان روغتیایي چارواکي خبر ورکوي چې په دغه هېواد کې درې تنه د کورونا ویروس په نوي ډول اخته شوي.
د دوی په خبره دا کسان تازه له بریتانیا هېواد څخه په پاکستان ته راغلي وو.
دا یادونې وړ ده چې پاکستان په دې لړ کې وروستی هېواد دی چې د کورونا نوي ډول پېښې په کې ثبت شوې.
د معلوماتو له مخې دا درې واړه پېښې د پاکستان په کراچۍ ښار کې ثبت شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې په پاکستان له ۱۰ زره ډېر کسانو ژوند بایللی دی او همدارنګه په ټوله نړۍ کې بیا له دې وبا څخه تر یو نیم میلیون ډېر کسان مړه کړي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


