دا په داسې حال کې ده چې په ټوله نړۍ کې په دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر تر ۸۱ میلیونه ډېر شوی او تر یو نیم میلیون ډېر کسان کورونا ناروغۍ مړه کړي دي.
په ایټالیا کې د دغه ویروس له کبله د مړو شمېر ۷۳ زره او ۲۹ تنو ته رسېدلی دی.
د دې تر څنګ په برازیل کې ۱۹۲زره ۶۸۱په مکسیکو کې ۱۲۳زره او ۸۴۵، په هند کې ۱۴۸زره او ۴۴۸، په بریټانیا کې ۷۱ زره ۶۷۵، په ایران کې ۵۴ زره او ۹۴۶ او په پاکستان کې ۱۰۰۴۷ تنه تر دې دمه کورونا ویروس وژلي دي.
دا ناروغي د لومړي ځل لپاره په چین کې راڅرګنده شوه، چې تر اوسه یې د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې د زرګونه کسانو ژوند اخیستی دی.


