بلخوا د ولسي جرګې غړي هم په ټاکلي وخت د دغو مذاکراتو د بېرته پيلېدو غوښتنه کوي.
د ملي مصالحې عالي شورا وايي، د بينالافغاني مذاکراتو دويم پړاو د پيلېدو پر وړاندې خنډونه نهشته او دا مذاکرات به په ټاکلي وخت په قطر کې پيل شي.
د يادې شورا مرستيال حاجي دينمحمد کليد ته وويل، د افغان حکومت مرکچي پلاوی بشپړ چمتووالی لري او په خبره یې طالبانو هم څو ځلي د دې پخلی کړی چې مذاکرات به په ټاکلي وخت پيل شي.
نوموړي وويل:
«کومه ناسته چې موږ د افغان حکومت له مذاکراتي پلاوي سره درلوده په هغه کې پرېکړه وشوه چې مذاکرات به بېرته په ټاکل وخت په قطر کې پيل شي، زموږ ټيم خو بشپړ چمتووالی لري او سمدستي خو د مذاکرات د پيل پر وړاندې کوم خنډ نهليدل کېږي، بلخوا طالبانو هم څو وارې پخلی کړی چې مذاکرات به په ټاکل وخت پيل شي.»
د ولسي جرګې غړي هم په ټاکلي وخت د مذاکراتو دويم پړاو پر پيلېدو ټينګار کوي.
د ولسي جرګې غړی سيد احمد سېلاب وايي، مذاکرات بايد په خپل ټاکلي وخت بېرته پيل شي، که دا مذاکرات ځنډول کېږي، نو دا به له ټول ولس سره لويه جفا وي او ورسره به روان وضعيت لا کړکېچن شي.
سېلاب وويل:
«مذاکرات بايد له قيد او شرط پرته بېرته په ټاکل وخت سره پيل شي، که دا مذاکرات په ټاکل وخت پيل نهشي او پهکې ځنډ راشي، نو دا به له دې دردېدلي ولس سره ستره جفا وي.»
د چارو شنوونکي بيا په ټاکلي وخت د مذاکراتو دويم پړاو پيل مهم بولي.
د سياسي چارو شنوونکي امينالله شارق کليد ته وويل، که د مذاکراتو دويم پړاو هر څومره ځنډول کېږي، په هماغه کچه به ستونزې رامنځته کړي.
شارق وويل:
«دا مهمه ده چې مذاکرات دې بېرته په ټاکلي وخت پيل شي، که چېرې دا مذاکرات هر څومره وځنډول شي، په هماغه اندازه ستونزې رامنځته کړي، که يو ورځ ځنډول کېږي، د يوې ورځې په اندازه او که له هغې زيات وځنډول کېږي، نو په هماغه کچه زياتې ستونزې به جوړې شي.»
پخوانی طالب چارواکی سيد اکبراغا بيا وايي، مرکچي پلاوو سلامشورې وکړې او ملت هم له هر څه خبر شوی دی، نو دا يو واقعيت دی چې مذاکرات به په ټاکلي وخت بېرته پيل شي.
نوموړي کليد ته وويل، ښايي دا ځل هم مذاکرات څه ناڅه ښې پايلې ولري.
اکبراغا وويل:
«دا يو واقعيت دی چې مذاکرات به بېرته په ټاکل وخت سره پيل شي، ځکه اوس ملت هم له هر څه خبر دی او مذاکراتي پلاوو هم له خپلو مشرانو سره سلامشورې کړې دي.»
په قطر کې د سولې خبرې پر اجڼدا او مذاکراتو پر تګلارې تر هوکړې وروسته د شاوخوا شلو ورځو لپاره وځنډول شوې او ټاکل شوې دويم پړاو به یې د جنورۍ په ۵مه نېټه بېرته پيل شي.
د افغان حکومت مرکچي پلاوي ډاډ څرګند کړی چې په دويم پړاو کې به پر تلپاتې اوربند اساسي بحث وکړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

