ads

په خوست کې ۲۴۰ تنه له فني زده کړو فارغ شول

له حرفوي زده کړو څخه د یاد شمېر زده کوونکو د فراغت مراسم د خوست شهید سلطان محمود خير خوا په روزنتون کې نیول شوي وو.

بختاجان بختیار
9 مرغومی 1399
په خوست کې ۲۴۰ تنه له فني زده کړو فارغ شول

د خوست د کار او ټولنیزو چارو رییس احسان ځدراڼ وويل، دا پروګرام چې څلور مياشتې وخت يې ونیو، د ۲۴۰ تنه زده کوونکو له جملې ۱۲۰ هغې يې مېرمنې وې.
هغه وويل، دوی ته په اتو برخو کې عملي او نظري زده کړې ورکړل شوې چې د خپلې کورنۍ د اقتصاد په پیاوړتیا او د بې کارۍ کچې په راکمولو کې به اغېزناک ثابت شي.
نومړي وويل، دوی ته به یو څه اندازه نغدي پيسې هم ورکړل شي څو په بازار کې پرې هغه وسايل واخلي چې دلته یې دوی ته زده کړې ورکړل شوې او کار ورباندې کولی شي.
«موږ دوی ته په اتو برخو خیاطي، ګلدوزي، نلدواني، برق، موټرسایکل او موبایل جوړونې برخه کې عملي او نظیري زده کړې ورکړې، پدې ډيری هغه زده کوونکي ول، چې له زده کړو محروم او کورنۍ یې د اقتصادي ستونزو سره مخ وې.»
په دې څلور میاشتني پروګرام نېږدې درې میلیونه افغانۍ لګښت راغلي.
د کار او ټولنیزو چارو ریاست د مسولینو په وینا چې دا ډول د کسب اړوند کورسونه او پروګرامونه کولی شي، چې له یوې خوا ځوانان مصروف کړي او بل لوری د بې کارۍ کچې په راکمولو کې مثبت رول لري.
د موسکا او ګلاب په نومونو دوه فارغ شوي وايي، پدې څلور میاشتنۍ دوره کې یې ډير څه زده کړې او کولی شي چې د کورنۍ لپاره اقتصادي اړتیاوې تریوه بریده ور پوره کړي.
موسکا: «موږ اوس کولی شو، چې خپل ځان، کورنۍ او ټولنې ته پدې برخه کې خدمات وکړ او ترڅنګ یې د خپلې کورنۍ لپآره نفاقه هم پیداکړو، خو تر ټولو مهمه داده چې اوس موږ ثابتوو چې ښځې هم کولی شي چې بغیر له کوم نارینه خپلې کورنۍ سمبال کړي.»
ګلاب: «موږ ته د برېښنا په برخه کې څلور میاشتې زده کړې راکړل شوې، اوس زه کولی شم چې په تعمیرونو او نورو ودانیو کې برېښنا تنظم کړم او انشاءالله چې ښه زده کړو شیانو به ښه ګټه اخلم.»
خوست والي تورن جنرال مهمند کټوازي وویل چې فارغ شوي ځوانان به نه یوازې چې د کور لپاره د حلال رزق دپیداکولو وسیله وګرځي، بلکې په فني او حرفوي برخه کې به د خوست په تولید کې هم مهم رول ولري:
«دغه ځوانان چې نن فارغ شول ځينې یې دمرکز او ځينې نور یې د ولسوالیو دي، دوس د ترلاسه کړو زده کړو پرمټ کولی شي چې هم کورنۍ وساتي او هم پخپله برخه کې د اړتیا وړ اجناس تولید کړي.»
د مسولینو په وینا چې فارغ ۱۲۰ تنه ځوانان ډیری د خوست دموسی خېلو ولسوالۍ اوسیدونکي دي.
دوی وایي په راتلونکي کې په پام کې ده چې د حرفوي او فني زده کړو په برخه کې ددې ولایت د صبریو ولسوالۍ ترڅنګ په یو شمیر نورو سیمو کې هم ورته زده کړییز پروګرامونه ترتیب کړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA