ads

د ارزګان خبریالان: پر خبریالانو بریدونو کار پرېښودو ته اړ کړي یو

په دې ورستیو کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د بریدونو پر مهال خبریالان په نښه شوي دي.

احسان الله ولسمل
9 مرغومی 1399
د ارزګان خبریالان: پر خبریالانو بریدونو کار پرېښودو ته اړ کړي یو

په ارزګان کې مېشت سیمه‌یېز خبریالان وایي، پر خبریالانو وروستیو بریدونو سخت اندېښمن کړی دي.
ازاد خبریال اجمل وصال چې له بېلابېلو رسنیو سره یې د خبریال په توګه کار کړی وایي، په افغانستان کې پر خبریالانو ترسره شوو وروستیو بریدونو له کار څخه زړه توری کړی دی.
هغه څرګندوي، خبریالان بې طرفه دي او ټول ښکېل اړخونه اړ دې د خبریالانو امنیت خوندي کړي او د کار زمینه دې ورته برابره کړي.
«پر خبريالانو بريدونو خبريالان په رواني ستونزو اخته کړي، د کار پر مهال په ستونزو کې دي، دوی د وروستيو بريدونو له امله له خپل کار څخه زړه توري شوي دي»
وحید الله واحیدي بیا په ارزګان کې بل خبریال دی چې په دغه ولایت کې له یوې سیمه‌يیزي رسنۍ سره د خبریال په توګه کار کوي.
هغه وايي، تر بل هر وخت اوس اندېښمن دی او په خبره یې، پر خبریالانو وروستیو ترسره شوه بریدونو کار پرېښودلو ته اړ کړی دی.
«په بېلابېلو ولایتونو کې پر خبريالانو بريدونو خبريالان سخت اندېښمن کړی،
ډېر خبريالان خپل کار ته زړه نه ښه کوي، زموږ غوښتنه ده چې د خبريالانو ژوند ته ټول ښکېل اړخونه پاملرنه وکړي.»
د خبریالانو د مصنونیت د کمېټي مسولین هم په افغانستان کې په جګړه کې له ښکېلو طرفونو څخه غوښتنه کوي چې د خبریالانو سره مرسته وکړي.
په ارزګان کې د خبریالانو د خوندیتوب د کمېټي ولایتي مسول نجیب الله لطیف وایي، دوی هم اندېښمن دي او د افغانستان تر څنګ له نړیوالې ټولنې هم غوښتنه کوي چې د خبریالانو د ژوند خوندیتوب لپاره دې اړین ګامونه واخلي.
«موږ له نړيوالې ټولنې، افغان حکومت وسله والو طالبانو او ټولو کسانو څخه غوښتنه کوو چې د خبريالانو ژوند ته پاملرنه وکړي.»
دا څرګندونې پر داسې مهال مطرح کېږي چې د بې سرحده خبریالانو بنسټ وایي، په ۲۰۲۰ میلادي کال کې ۵۰ خبریالان په هدفي بریدونو او ورته نورو پېښو کې وژل شوي، چې ډېری یې په افغانستان او عراق کې دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA