ads

جوبایډن پر ټرمپ سختې نیوکې وکړې

د امریکا منتخب جمهور رییس جوبایډن وایي، ډونالډ ټرمپ په غلطو پرېکړو د امریکا امنیتي ادارو ته لوی زیان رسولی دی.

محمدخان بریال
9 مرغومی 1399
جوبایډن پر ټرمپ سختې نیوکې وکړې

بایډن تېره ورځ پر ډونالډ ټرمپ سختې نیوکې وکړې او د امریکا د امنیتي ادارو د کمزوري کېدو لامل یې هغه وباله.
ده زیاته کړه، د حکومت لېږدوونکې ډلې یې د امریکا له دفاع وزارت مهم امنیتي اسناد نه دې ترلاسه کړي او ټرمپ هڅه کوي چې بایډن دغو معلوماتو ته لاس رسی پیدا نه کړي.
دغه راز جوبایډن د تېرې دوشنبې په ورځ وویل، دفاع وزارت، د بودیجې اداره او د حکومت مدیریت کې یې همکاران له خنډونو سره مخ دي.
تر هغه وروسته د امریکا د دفاع وزیر کریسټوفر مېلر وویل، د واک د لېږدولو ملاتړ لپاره باید له ډېر مسلیکیتوب کار واخلي.
ټاکل شوې د امریکا منتخب جمهور رییس جوبایډن د راتلونکې جنوري میاشتې په ۲۰مه نېټه لوړه وکړي، خو اوسنی او په ټاکنو کې ناکام جمهور رییس ډونالډ ټرمپ تراوسه هم په ټاکنو کې خپله ماتې نه ده منلې.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA