له ارمان سره د يادې جايزې لپاره ويراټ کوهلي، کريس ګيل، ارون فنچ، ملينګا، روهيت شرما او عمران طاهر هم نوماندان وو.
د کرکټ نړيوالې شورا، د افغانستان کرکټ بورډ، نړيوالو لوبغاړو او ګڼو نورو کرکټ څارونکو ارمان ته مبارکي ويلې او دا يې د افغانستان لپاره يو وياړ ياد کړی دی.
راشد ارمان په ۲۰۱۵ میلادي کال کې د کرکټ په نړیوالو شل اوريزه سياليو کې راڅرګند شو، چې په غوره توپ اچونې يې د ګڼو کرکټ خوښوونکو پام ځانته راواړوه.
نوموړي په تېرو پنځو کلونو کې د کرکټ د نړۍ ټولو غوره سوداګريزو لېګونو کې ګډون وکړ.
د يادونې وړ ده، چې د شل اوريزه سياليو په توپ اچوونکو کې راشد ارمان لومړی مقام لري.