نوموړي د دوشنبې پر ورځ په يو خبري کنفرانس کې وويل، په وروستيو دوو مياشتو کېد ډېر شمېر اسلامي هېوادونو او سازمانونو استازو د افغانستان جګړې درېدو او د سولې فرضيت په اړه فتواګانې ورکړې دي.
حليمي وويل:
«موږ په پام کې لرو چې د کرونا ویروس د ګواښ تر کمېدو وروسته د اسيا يا د سيمې په کچه د افغانستان جګړې او د سولې فرضيت په اړه يو کنفرانس جوړ کړو، څو له دې کنفرانس څخه يوه فتوا صادره شي»
نوموړي دغهراز زياته کړه، له ټولو اسلامي هېوادونو او په غیر اسلامي هېوادونو کې له اسلامي بنسټونو سره په اړيکه کې دي او هڅه کوي له دوی سره ښې اړيکې ولري.
هغه څرګنده کړه، پخوا له اسلامي هېوادونو او سازمانونو سره اړيکې سړې وې، خو هڅه کوي چې دا اړيکې لا تقويه کړي.
هغه وويل:
«پخوا زموږ اړيکې له يو شمېر اسلامي هېوادونو او سازمانونو سره سړې وې، خو موږ له بېلابېلو هېوادونو او سازمانونو سره په اړيکه کې يوو، څو خپلې اړيکې تقويه کړو.»
د چارو شنوونکي د افغانستان جګړې په تړاو د اسلامي هېوادونو، سازمانونو او ديني عالمانو فتواګانې مهمې بولي او د دغو فتواګانو پر منسجم کېدو ټينګار کوي.
امينالله شارق کليد ته وويل، د اسلامي هېوادونو فتواګانې د جګړې شدت په کمېدو کې مهم رول لري، ځکه په افغانستان کې جکړې ته ډېری ديني او مذهبي اړخ ورکړل شوی دی.
شارق وويل:
«د افغانستان جګړې په تړاو د اسلامي هېوادونو او ديني عالمانو فتواګانې مهمې دي، ځکه دلته جګړې ته ډېری مذهبي او ديني اړخ ورکړل شوی دی، اړتيا ده چې دا فتواګانې بايد واحدې وي او دا کولی شي د جګړې په شدت کې کموالی راولي.»
دا په داسې حال کې ده چې په دې ورستيو کې د ماليزيا اسلامي يووالي ټولنې او د بنګلهدېش ديني عالمانو په ګډون د نړۍ يو شمېر نورو اسلامي هېوادونو هم په افغانستان کې جګړه ناروا بللې وه او د جګړې درېدو غوښتنه یې کړې وه.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


