ads

«امنیتي مسولین به د خبریالانو خوندیتوب لپاره خپل تمرکز ډېر کړي»

د کورنيو چارو وزیر مسعود اندرابي وايي، طالبانو د جګړې په ډګر کې ماتې خوړلې او د مدني فعالانو، خبريالانو، ديني عالمانو او قومي مخورو په نښه کولو ته یې مخه کړې.

منصور یوسفزی
8 مرغومی 1399
«امنیتي مسولین به د خبریالانو خوندیتوب لپاره خپل تمرکز ډېر کړي»
اندرابي د يک‌شنبې پر ورځ د امنيتي وضعيت د ارزونې په غونډه کې وويل، کورنيو چارو وزارت به د خبريالانو، مدني فعالانو او ديني عالمانو د امنيت ټينګښت په برخه کې خپل تمرکز لا زيات کړي.
له ازادو رسنيو د ملاتړ بنسټ يا نی اجرايويي رییس عبدالمجيب خلوتګر بيا وايي، کله چې حکومت تر فشار لاندې راشي، نو بيا د بېلابېلو اقدامات خبر ورکوي او کله چې فشار ليرې شي، بيا هر څه هېروي.
نوموړي کليد ته وويل، دوی د خبريالانو پر وړاندې د تاوتريخوالي د زياتېدو په تړاو له يو شمېر نړيوالو سازمانونو سره خبرې کړې او خپلې اندېښنې یې ورسره شريکې کړې دي.
خبريالان هم روان امنيتي وضعيت او د دوی پر وړاندې زيات شوي تاوتريخوالي ته اندېښمن دي.
دوی وايي، د خبريالانو د خونديتوب په برخه کې امنيتي مسوولين پاتې راغلي او پر کېدونکو اقداماتو چندان باوري نه‌دي.
مدني فعالان هم بيا وايي، روان وضعيت ته اندېښمن دي او د هدفي وژنو زيات‌والی د امنيتي بنسټونو د ضعف لامل دی.
تاجور کاکړ کليد ته وويل، کورنيو چارو وزارت بايد د امنيت ټينګښت په تړاو د بېلابېلو څرګندونو پر ځای عملي اقدامات وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستيو کې د هدفي وژنو د زياتېدو په تړاو اندېښنې تر بل هر وخت زياتې شوي دي، باورونه دا دي په دغو هدفي وژنو کې ډېری خبريالان او مدني فعالان په نښه کېږي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA