ads

په خوست کې ملکي معلولینو ته یو نیم کال معاش نه در ورکړل شوی

د دې ولايت ملکي معلولين او د ملکي وژل شويو کسانو د کورنيو غړي نیوکه کوي چې ګني دولتي مسولین له دوی سره دوه ګونی چلند کوي.

بختاجان بختیار
7 مرغومی 1399
په خوست کې ملکي معلولینو ته یو نیم کال معاش نه در ورکړل شوی

ددوی په وینا چې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت یوازې د نظامي برخې زیانمنو ته معاشونه حواله کوي خو ملکي هغو ته یې نه ورکوي.
د خوست یو تن اوسېدونکي ۳۵ کلن سيد جلال د پخواني شوروي د يرغل له مهاله د يوه پاتې شوي ماين په چاودنه کې دواړه پښې له لاسه ورکړي او هغه ته په نيم وجود تقريباً د خپلې کورنۍ سرپرستي ور دغاړې ده.
سيد جلال وايي، چې د تېرو اوولسو مياشتو راهيسې دولت معاش نه دی ورکړی. د ده په وينا د کرونا وبا له کبله د قرنطين پرمهال دوه ځلې ولايتي مسؤلينو ته د معاشونو د ورکړې مکتوبونه راغلي وو، خو پخوانيو مسؤلينو پرې اقدام نه و کړی:
« څو څو وارې مو د آمريت نه غوښتنه وکړه، امريت به وويل چې موږ ته د حکومت څخه مکتوب نه دی راغلی او پيسې نه دي حواله شوي، خو دوی مکتوبونه پټ کړي وو، دا هم څرګنده ده چې د شهيدانو وارثين او معلولين ډېر په مشکلاتو کې دي، خو نه پوهيږم ولې داسې وشول چې مکتوبونه يې اېښې وو چې تراوسه پورې يې معاشونه نه دي توضیع کړي.»
محمدوالي ددې ولایت یو بل اوسېدونکی او په دواړو بښو معلول دی. هغه وایي دولتي مسولین ورته د بودیجې د کمښت خبره کوي، خو پدې اړه کوم رسمي سند نلري:
«موږ بله چاره نلرو یوازې همدې معاش ته ناست یو چې ګوندې راورسیږي، دومره ورته قرض کړو ويې خورو، دا مو دوکان واله سره قرارداد اېښې وي چې موږ ته کال بعد تنخوا راځي او تاته بيا موږ دا پيسې درکوو، همدې ته زموږ سترګې دي، ډېرو مشکلاتو سره مخ کېږو، موږ سوال سره مخ کېږو او مرګ سره مخ کېږي.»
په خوست کې تردې مهاله ددې ولایت د شهداوو او معلولینو چارو امریت سره د رسمي شمېرو له مخې ۸۸۱۹ تنه نظامي او ملکي وژل شوي او معلولين له اړونده آمريت سره ثبت شوي.
په دې جمله کې ۱۲۹۸ نظامي او ۷۵۲۱ ملکي معلولين او وژل شوي راجسټر دي.
په خوست کې د معلولينو او شهيدانو چارو آمر نقيب الله ځلاند چې په دې وروستيو کې پر دغه دنده ګمارل شوی، وایي په نږدې راتلونکي کې به د ملکي برخې معلولينو او د وژل شويو کورنيو معاشونه هم تاديه شي.
«ولې په ملکي برخه کې تفکيک او بررسي دوام لري چې په همدې اساس د دوی معاشات يو څه ځنډيدلي دي، خو بيا هم د شپږو مياشتو معاشات دوی ته حواله کیږي، چې په لنډو ورځو کې به يې ترلاسه کړي. د پخوانيو کلونو معاشات چې پاتې دي البته بوديجه له کسر سره مخ ده، مرکز سره مو دا خبره شريکه کړې ده چې دوی ته د تېرو کلونو معاشات هم اجرا شي.»
د شهيدانو او معلولينو چارو وزير لعل الدين آريوبي وايي، چې د معلولينو په لېست کې يو شمېر خيالي معلولين شته چې د بايومتريک پروسې په نتيجه کې به مشخص او له سيستم نه وايستل شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA