ads

په امریکا کې چاودنه شوې.

د امریکا د متحدو ایالتونو د تینیسي ایالت په مرکز نشویل کې چاودنې درې تنه ټپیان کړي دي.

شمس الرحمن شمس
6 مرغومی 1399
په امریکا کې چاودنه شوې.

د یاد ښار د پولیسو ویاند ډان ارون رسنیو ته ویلي چې چاودنه د سهار په ۶نیمو بجو شوې ده.

د نوموړي په خبره په چاودنه کې د یو شمېر کورونو ښېښې ماتې کړې دي.

دی زیاتوي داسې ښکاري چې دا یو پلان شوی کار و هغه وویل د چاودنې له کبله درې تنه برسیرن ټپیان شوي دي چې اوس یې روغتیایي وضعیت د پام وړ دی.

د نشویل ښار پولیسو د پېښې د څېړنو خبر ورکړی دی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA